وفاقی وزیر قانون اعظم نزیر تارړ استعفی ورکړې ده

0
125

باغی ټي وي رپورټ
د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ استعفي ورکړې ده۔

دسرچينو ترمخه اعظم نذير تارڑ دشخصي وجوهاتو له امله استعفى ورکړې ده صدر عارف علوي ته په ليږل شوي استعفى کې يې وئيلي دي چې هغه دوزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې دقانون دوزير په توگه دنده ترسره کوله خو اوس يې استعفى ورکړې ده. د شخصي دلایلو له امله د وزیر په توګه د خپلې دندې په ترسره کولو کې پاتې راغلی، له خپل وزارت څخه یې استعفا کړې ده.
له استعفا وړاندې وزیراعظم نذیر تارړ په خپل ټوېټ کې ویلي و چې د عاصمه جهانګیر په کنفرانس کې د ګډون کوونکو یوې وړې ډلې له خوا چې احساساتي شعارونه یې کارولي د دولتي ادارو، حکومتي اقداماتو او ادارو پر ضد یې نارې وهلې او موږ ټول یو پیاوړی پاکستان غواړو. .
د دغه ټويټ نه څه موده وروسته داسې خبرونه ترلاسه شول چې اعظم نذير تارړ استعفا کړې ده.

Leave a reply