د خېبرپښتونخوا هائي وے کونسل د مالي کال 23-2022 لپاره د پښتونخوا هائي وے اتهارټي کلنۍ بجټ صوبائي کابينې ته وړاندې کولو منظوري ورکړې

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا هائي وے کونسل د مالي کال 23-2022 لپاره د پښتونخوا هائي وے اتهارټي کلنۍ بجټ صوبائي کابينې ته وړاندې کولو منظوري ورکړې ده۔ د بجټ مجموعي تخمينه 19 ارب 41 کروړه روپۍ ده
د دې منظوري د دوشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا د وزيراعلي محمود خان په مشرۍ كښې د خېبرپښتونخوا هائي وے كونسل په 21مه غونډه كښې وركړې شوه۔ کونسل د خېبرپښتونخوا هائي ویز اتهارټي تر څارنې لاندې د سړکونو ساتنې لپاره د 2022-23 لپاره د مجوزه مینې نینس پلان منظوري هم ورکړې ده چې له مخې به یې د مختلفو لویو لارو په ښه کولو او ساتنې لپاره 1.7 ملیارده روپۍ لګول کیږي. د دې تر څنګ د شورا په غونډه کې د پښتونخواه های ویز اتهارټي د موثریت د زیاتولو په موخه له ولسوالیو څخه صوبو ته د بېلابېلو سړکونو د انتقال او د نویو پوستو د جوړولو منظوري هم ورکړل شوه.
غونډې ته د پښتونخوا هائي وے اتھارټي د صوبايي كلني پرمختيائي پروګرام د نوو پرمختيائي پروژو په اړه بريفنګ وركړې شو او ووئيل شول چې په پرمختيائي پروګرام كښې پنځه نوې پروژې شاملې كړې شوي چې پكښې د مدين نه تر كلام سړك جوړول او د 26 کلوميټره سړک جوړول شامل دي۔ د انډس های وے نه تر بنو پورې سړک دوه ګونی کولو کې د ډی آئي خان په دریا خان سړک د آر سی سی پل جوړول، د شهیده سر نه ایته خار، سرکلا نه برتیراج سړک او د باټاره نه شنګرا سړک ته وده ورکول او د سنده د کالیرکوټ پل ته د رسد سړک جوړول شامل دي.
…………………………
نور خبرونه
لاهور کښې یو جینې د واده کولو څخه په انکار د خپلوان له لوري ژوندې وسوځول شوه
د ارشد شریف مړي پوسټ مارټم مکمل شوې، مړې به ی نن شپې پاکستان ته راوړل شي
کینیارسنیو خبر ورکړې چې د ارشد شریف د وژنې پلټونو په اړه په کینیا حکومت فشار اچول زیات شوي
بلوچستان، په قامۍ لویه لار ترافیکي پیښه کښې ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړې
په کینیا کښې رسنیو د وژل شوي پاکستان خبریال د ګاړي تصویرونه خپاره کړي دي





