که دوی ما ونیسي نو آیا لانګ مارچ به و نه شي، چیف جسټس دې ایف آیی اې اهلکار را اوبلي او دوی څخه دې پوښتنه وکړي چې اعظم سواتی ی چاته حواله کړې وو: عمران خان

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي د مذاکراتو کومه نتيجه نه ده ورکړې، راتلونکې هفته به د لانګ مارچ نېټه اعلان کړي.
اسلام آباد کښې د سېنېټر اعظم سواتي سره د خبري غونډې په مهال د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې تل د کور دننه خبرې اترې کېږي، سياسي ګوندونه تل د بې کوره چينلونو له لارې خبرې اترې کوي.
عمران خان ویلي چې زه د انتخاباتو هیڅ امید نه وینم، د پنجشنبې یا جمعې په ورځ به د لانګ مارچ نیټه اعلان کړم، د څه لپاره چې مذاکرات کول پکار دي، مونږ انتخابات غواړو، لانګ مارچ به پرامن وي، زمونږ په لانګ مارچ کې خلک. خوند به اخلي، تشدد به نه وي.
د پي ټي آئي چيئرمېن وويل له کله نه چې دوي راغلي دي نو د تحريک انصاف ځپلې دي، د پي ټي آئي په احتجاج کوونکو کارکنانو ظلمونه شوي، د سازش لاندې مونږ باندې مجرمان مسلط شوي دي، ما په سياسي خلقو دومره ظلمونه نه دي ليدلي۔
هغه وويل اعظم سواتي سره به هر فورم ته تلم، د اعظم سواتي کور ته بغير د څه وارنټ داخل شو، چادر او څلور ديوالونه يې مات کړل، دا څه جرم ؤ؟ په لوی سړي نیوکه وکړه، تر ټولو وحشتناکه خبره دا ده چې نیول شویو کسانو اعظم سواتي بل چا ته سپارلی، چیف جسټس باید د ایف آی اې خلک راوغواړي او پوښتنه وکړي چې اعظم سواتی چا ته سپارلی چې پر دوی یې بربنډ تشدد کړی؟
پخواني وزيراعظم وويل زه پوره يقين لرم چې انتخابات به نه کوي، پاکستان به د سري لنکا په شان شي، که منظم احتجاج ودرول شي نو ملک به بند شي، دا خلک بايد فيصله وکړي چې دوي څه غواړي.
………………………..
نور خبرونه
دا ښه خبره او روایت دې چې د فوځ سرلښکر و نه غوښتل چې خپله وظیفه و غځوي: شیخ رشید
د پي ټي آیی مشر اعظم سواتي د اډیاله زندان څخه آزاد کړې شوې دې
د پي ټي آیی ټول مشران او کارکوونکي دې رابهر شي ،لارې سرکونه دې بند کړي، د پرویز خټک آډیو لیک
اسلام آباد کښې د عمران خان د نااهلې په ضد احتجاج، د پي ټي آیی چیرمین په ضد د ترهګرۍ مقدمه درج شوې
د ټاکنو کمیشن په پریکړه کښې د حکومت د خوښې مطابق نور شیان ورشاملولې شي: فواد چوهدري
عدالت د عمران خان د نااهلۍ په اړه پریکړه کالعدم کولو اپیل باندې اعتراضونه راپورته کړي دي
د عمران خان په ضد د بد کرداره الیکشن کمشنر پریکړه ردوو: فواد چوهدري
پاکستان د فیټف خړ لسټ څخه د ویستلو ټول کریډت د عمران خان دې: د پنجاب وزیراعظم پرویز الهي
د پي ټي آیی مشرانو عمران خان ته مشوره ورکړې چې خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ دې ماتې کړي
پاکستان د FATF خړ لست څخه د ویستلو کریډیټ د فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته ځي






