باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري د اليکشن کميشن په فيصله د ردعمل څرګندولو په وخت وئيلي دي چي خلق د اليکشن کميشن فيصله ردوي۔
د پي ټي ائي مشر وئيلي دي چې د پاکستان 22 کروړه خلقو په مخ څپیړه وهلې ده. ده ووئيل چې ولس دې د خپلو حقونو لپاره بهر راووځي، د ايوانونو په راګرځولو سره د پاكستان آئين بچ كېدې شي۔
ياده دې وي چې له دې وړاندې د پاکستان تحريک انصاف مشر مراد سعيد له رسنيو سره د خبرو پر مهال تور پورې کړی و، چې د ټاکنو کمېسيون غړو ته د عمران خان پر ضد د پرېکړې ګواښونه شوي دي.
ميډيا سره د خبرو په مهال مراد سعيد وويل چې څو ورځې وړاندې د الېکشن کميشن غړي عمران خان ته پېغام لېږلی ؤ چې د عمران خان په ضد د فيصلې ورکولو لپاره پرې فشار اچول شوی وو.
………………..










Leave a Reply