اسلام آباد کښې د عمران خان د نااهلې په ضد احتجاج، د پي ټي آیی چیرمین په ضد د ترهګرۍ مقدمه درج شوې

0
102

باغی ټي وي رپورټ
تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په ضد هم د ترهګرۍ مقدمه درج کړې شوې ده۔

د پخواني وزیراعظم عمران خان، اسد عمر او علي نواز په شمول د ۱۰۰ کسانو خلاف د سنجګاني پولیس سټیشن کښې د پولیس شکایت کښې مقدمه درج کړې شوې ده چې پکښې د ترهګرۍ پشمول ۱۰ دفعې اضافه شوي دي.

ايف آئي آر کښې وئيلي شوي دي چې د پي ټي آئي کارکنانو د قيادت په لار کښې د سرينګر لويه لار بنده کړې وه، کارکونکو هم په کاڼو ګوزارونه کړي وو او پوليسو ته يې تباهۍ هم کړې وه.
دا خبره د یادونې ده چې پرون د جمعې به ورځ په ۲۱ م اکتوبر اليکشن کميشن د توشه خانې کيس کښې د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان نااهله ګرځولې دې۔

د چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ 5 کسيزه بينچ په متفقه توګه فيصله وکړه.

د اليکشن کميشن لخوا په اعلان شوې فيصله کې وئيل شوي چې عمران خان نور د قامي اسمبلۍ غړى نۀ دى، د عمران خان لخوا جمع کړل شوى ځواب سم نۀ وى، عمران خان په کرپشن کې ککړ دى، په قومي اسمبلۍ کې دهغه څوکۍ مجلس خالي اعلان شو.

اليکشن کميشن په خپله فيصله کښې وئيلي دي چې د عمران خان خلاف دې قانوني کاروائي شروع کړے شي۔


نور خبرونه

د ټاکنو کمیشن په پریکړه کښې د حکومت د خوښې مطابق نور شیان ورشاملولې شي: فواد چوهدري

عدالت د عمران خان د نااهلۍ په اړه پریکړه کالعدم کولو اپیل باندې اعتراضونه راپورته کړي دي

څلویښت کالو راهسې د افغانانو کوربه توب لپاره امریکا د پاکستان ستاینه کړې او د پاکستان څخه ی مننه هم کړې ده چې افغانانو ته ی کور ورکړې دې

د عمران خان په ضد د بد کرداره الیکشن کمشنر پریکړه ردوو: فواد چوهدري

پاکستان د فیټف خړ لسټ څخه د ویستلو ټول کریډت د عمران خان دې: د پنجاب وزیراعظم پرویز الهي

د پي ټي آیی مشرانو عمران خان ته مشوره ورکړې چې خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ دې ماتې کړي

پاکستان د FATF خړ لست څخه د ویستلو کریډیټ د فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته ځي

د عمران خان نااهلي، د پنجاب اسمبلۍ غونډه رابلل شوې ده

Leave a reply