د پي ټي آیی مشرانو عمران خان ته مشوره ورکړې چې خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ دې ماتې کړي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشرتابه د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نا اهله کېدو وروسته د عمل پلان په اړه کومې پرېکړې ته ونه رسېدل.
د عمران خان په مشرۍ کښې د پي ټي آئي مشرانو غونډه بيا رابللې شوې ده چې پکښې د راتلونکي تګلارې او عمل په اړه غور کيږي۔
سرچينې زياته کړې چې په غونډه کې د پنجاب او پښتونخوا د اسمبلۍ د تحلیل په اړه سلا مشورې روانې دي او په غونډه کې به د لانګ مارچ په اړه وروستۍ پرېکړه هم وشي.
دسرچينو ترمخه گڼ شمير مشرانو دخيبرپښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلۍ منحل کولو اؤ هيواد د عامو انتخاباتو په لوري دليږلو وړانديز کړى، په داسې حال کې چې ځينې مشران د لانگ مارچ د اعلان په حق کې دي.
سرچينې وايي چې د پي ټي ايي مشرتابه تر اوسه کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي، خو په دې اړه سلا مشورې روانې دي.
سرچينې وائي چې عمران خان به د غونډې وروستو د عمل کولو پلان اعلان کوي.