د پي ټي آیی مشر اعظم سواتي د اډیاله زندان څخه آزاد کړې شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشر اعظم سواتي د اډياله جيل نه خوشي کړے شو، اعظم سواتي د ملکي ادارو په ضد بې بنیاده بیان،ټویټ خپرولو په تور نیول شوې وو.
په اسلام اباد کې ځانګړي جج اعظم سواتي پرون ضمانت منظور کړ او هغه ته يې د يو لکو روپو ضمانتي مچلکو جمع کولو لارښوونه وکړه.
اعظم سواتي د ادارو پر ضد د متنازع ټويټونو په تور له اسلام اباد څخه نيول شوی دی.
د اسلام اباد عدالت د اعظم سواتي د ضمانت په اړه په خپل ليکلي فيصله کې ويلي دي چې د غدارۍ د مقدمو لاندې مقدمه کې نوره پلټنه پکار ده، مقدمه کې د ثبوتونو ريکارډ کولو وروسته به ثابته شي چې د درخواست کوونکي مقصد او نيت څه وو.
دا خبره د یادونې ده چې پرون په ۲۱ اکتوبر د اسلام اباد عدالت د پي ټي آئي مشر اعظم سواتي په ضمانت منظور کړو.
د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د پي ټي آئي مشر سينيټر اعظم سواتي د ګرفتاري نه پس د ضمانت درخواست منظور کړے دے۔
عدالت اعظم سواتي ته د يو لاکه روپو ضمانتي مچلکو جمع کولو هدايات کړي دي۔
د اسلام اباد عدالت پرون د اعظم سواتي د ضمانت درخواست په اړه خپله پرېکړه محفوظه کړه چې د ادارو په ضد د متنازع ټويټونو په خپرولو تورن دی.
نور خبرونه
د پي ټي آیی ټول مشران او کارکوونکي دې رابهر شي ،لارې سرکونه دې بند کړي، د پرویز خټک آډیو لیک
اسلام آباد کښې د عمران خان د نااهلې په ضد احتجاج، د پي ټي آیی چیرمین په ضد د ترهګرۍ مقدمه درج شوې
د ټاکنو کمیشن په پریکړه کښې د حکومت د خوښې مطابق نور شیان ورشاملولې شي: فواد چوهدري
عدالت د عمران خان د نااهلۍ په اړه پریکړه کالعدم کولو اپیل باندې اعتراضونه راپورته کړي دي
د عمران خان په ضد د بد کرداره الیکشن کمشنر پریکړه ردوو: فواد چوهدري
پاکستان د فیټف خړ لسټ څخه د ویستلو ټول کریډت د عمران خان دې: د پنجاب وزیراعظم پرویز الهي
د پي ټي آیی مشرانو عمران خان ته مشوره ورکړې چې خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ دې ماتې کړي
پاکستان د FATF خړ لست څخه د ویستلو کریډیټ د فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته ځي






