د عدالت څخه تصدیق شوې او اعلان شوې غل ته به اجازه ور نکړه چې اسلام آباد ته داخل شي: وزیراعظم شهباز شریف

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي تيره ورځ فيصله شوي وه چي عمران نيازي يو مستند غل او غدار دے.
لاهور کې دخبرو په مهال وزيراعظم شهباز شريف وويل دغه کس به هر چا ته چور او ډاکو ويل، خان نااهل اعلان شوى، په ٢٠١٨م کال کې عمران خان دتر ټولو زياتې درغلۍ په ذريعه د پاکستان وزيراعظم جوړ شوى ؤ، که چرې ته يې کړې وې. ډالۍ یې خرڅې کړې او ټولې پیسې یې ملي خزانې ته جمع کړې، موږ به ستا ستاینه کړې وای.
ده زياته کړه چې دفوځ سرلښکر ټاکل يوه آئيني مسله ده او دا دحکومت آئيني اختيار دى، هغه اوویل چې کوم نوم چې د فوځ سرلښکر راغې نو هغه به وټاکل شي. زه تيار يم چې دښه والي لپاره هرې دروازې ته لاړ شم، هغه اوویل چې که نوازشريف هېواد ته راستون شو نو هوايي ډګر ته به ځم چې نواز شریف ته ستړي مشي اووایم.
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي په دوبۍ کې چې په کوم ځای کې تحفه جوړه شوې وه په هم همغه دوکان عمران خان ساعت خرڅولو دپاره تللى وو، دا قانون نۀ دى چې تاسو تحفې اول خرڅوئ اؤ پيسې يې وروستو جمع کوئ، وزیراعظم اوویل چې دداسې غلا مثال او د ساعت پلورلو څخه بد مثال بله نشته چې د ساعت خرڅولو وروستو 20٪ سلنه پيسې جمع کړي.
شهباز شريف وويل چې عمران نيازي د دروغو او بې ايمانۍ مجسمه ده، که د عمران خان خلاف فيصله نواز شريف ليکلې وي نو د نواز شريف خلاف د اقامت فيصله به د عمران خان ليکلې وه؟ عمران خان چې پرون وليدل چې خلک د ده ملاتړ نه کوي، نو کارګرانو ته يې وويل چې بېرته خپلو کورونو ته ولاړ شئ، زموږ ستونزې په جلسو، جلوسونو، قسم خوړلو او د ملت په وېشلو نه حل کېږي، زموږ ستونزې ګډې دي او د حل لارې به يې وي.
ده ووئيل د اېف اے ټي اېف له خړ لېسټ نه اېستل د ټول ملت بريا ده، د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري او حنا رباني کهر په دې كښې مهم كردار ترسره كړے، د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه هم مهم رول لوبولې دې۔ د دې مسلې په برياليتوب کې رول لري، د اپوزيسيون په توګه موږ هم د FATF بل بشپړ ملاتړ وکړ، د نواز شريف په دوره کې پاکستان په خړ لېست کې نه و.
وزيراعظم وويل چې قانون به خپل کار کوي، هيڅ سند لرونکي غل ته به اسلام اباد ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کيږي، عامو انتخاباتو ته لا هم 11 مياشتې پاتې دي، مونږ د اقتصاد له ښه کولو پرته انتخاباتو ته د تلو اراده نه لرو.
نور خبرونه
دا ښه خبره او روایت دې چې د فوځ سرلښکر و نه غوښتل چې خپله وظیفه و غځوي: شیخ رشید
د پي ټي آیی مشر اعظم سواتي د اډیاله زندان څخه آزاد کړې شوې دې
د پي ټي آیی ټول مشران او کارکوونکي دې رابهر شي ،لارې سرکونه دې بند کړي، د پرویز خټک آډیو لیک
اسلام آباد کښې د عمران خان د نااهلې په ضد احتجاج، د پي ټي آیی چیرمین په ضد د ترهګرۍ مقدمه درج شوې
د ټاکنو کمیشن په پریکړه کښې د حکومت د خوښې مطابق نور شیان ورشاملولې شي: فواد چوهدري
عدالت د عمران خان د نااهلۍ په اړه پریکړه کالعدم کولو اپیل باندې اعتراضونه راپورته کړي دي
د عمران خان په ضد د بد کرداره الیکشن کمشنر پریکړه ردوو: فواد چوهدري
پاکستان د فیټف خړ لسټ څخه د ویستلو ټول کریډت د عمران خان دې: د پنجاب وزیراعظم پرویز الهي
د پي ټي آیی مشرانو عمران خان ته مشوره ورکړې چې خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ دې ماتې کړي
پاکستان د FATF خړ لست څخه د ویستلو کریډیټ د فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته ځي





