لنډیکوتل کښې د لوبو سهولتونه نشته خو دې سیمې د طفیل شینواري په شان تکړه ځوانان او لوبغاړي پیدا کړي

نصیب شاه شینواري
طفیل شینواری د لنډیکوتل د غني خیلو سیمې څخه تعلق لري، د پاکستان د سټریټ چائلډ فټبال ټیم لوبغاړې د سټریټ چائلډ فټبال نړیوال جام کښې د غوره کارکردګۍ وروستو خپلې پلرنې سیمې لنډیکوتل ته رارسیدلې دې.
د مذهبي چارو پخواني وفاقي وزير ډاکټر نورالحق قادري په لارښوونه د هغه فوکل پرسن عظمت علي، اسسټنټ کمشنر ارشاد مهمند، مشهور فټبالر عتيق شينواري، مولانا شعيب قادري، ايس ايچ او اکبر آفريدي، ملک خالد آفريدي، ذاکر علي شينواري، ټي ايم او شهباز او معراج الدین د طفیل شینواري او د لوبډلې روزونکي محمد رشید ته د لنډیکوتل تحصیل په چاروازګۍ کښې ښه راغلاست او ستړي مشي اوویل.
د پخواني وفاقی وزیر ډاکټر پیرنور الحق قادري زوی محمد قاسم قادري، د مسلم هینډز ریحان طاهر او مجتبی هم ورسره وو.طفیل شینواری د سټریټ چائلډ فوټبال نړیوال جام سیالیو کې د درې هیټریک په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. په فاینل لوبه کښې مصر کلب پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
ملي لوبډلې په کوارټر فاینل کې تانزانیا ته او په نیمه پای لوبه کې برازیل ته ماتې ورکړې وه. دا خبره د یادونې ده چې لنډیکوتل هغه سیمه ده چې نه خو په دې سیمه کښې سپورټس کمپلیکس شته او نه د ځوانانو او لوبغاړو لپاره د لوبو سهولتونه خو ددې پرته هم دې سیمې ددې هیواد قومي ټیمونو ته تکړه تکړه لوبغاړي ورکړي دي. شاهین شاه آفریدي د لنډیکوتل سیمې دې، شاهد خان آفریدی د ضلع خیبر ا و د پاکستان لپاره ی چې لوبه کړې ، عثمان شینواری هم ددې لنډیکوتل غني خیلو سیمې څخه تعلق لري.
ددې ځای لوبغاړي او ځوانان غوښتنه کوي چې په لنډیکوتل کښې دې یو لوی د لوبو کمپلیکس جوړ شي چې د هیواد نورو برخو په څیر ددې سیمې ځوانان هم په مثبت کارونو بوخت شي، دوی په دې میدان کښې لوبه وکړي او د پاکستان نوم نور هم روښانه کړي.
لنډیکوتل که څه هم خړه پړه سیمه ده خو دې سیمې تکړه لوبغاړي پیدا کړي
لنډیکوتل کښې لوبغاړو او ځوانانو لپاره کوم د لوبو سهولت نشته، دا د ضلع خیبر هیډکوارټر دې،اقتصادي او سټریټیجک اهمیت لري خو ددومره اهمیت باوجود په لنډیکوتل کښې سپورټس کمپلیکس نشته،تردې پورې چې دلته د لوبو لپاره کوم وړوکې یو معیاري میدان هم نشته، ددې ځای ځوانان او لوبغاړي په خړو خاورو کښې لوبه کوي او په دې خړو خاورو کښې داسې ګلان رازغون شوي چې نن د طفیل شینواري په شکل کښې د پاکستان لپاره لوبه کوي، د پاکستان نامه ی په نړیوال کچ روښانه کړي، طفیل شینواري ته په نړيوال سټریټ چلډرن فټبال جام کښې د ځایی لوبغاړو، ځوانانو او مشرانو داد ورکړو او د طفیل شینواري تود هرکلې ی وکړو.
طفیل شینواري د لنډیکوتل غني خیلو سیمې دې او نن د دوحه قطر څخه لنډیکوتل ته راستون شوې، په نړیوال سټریټ چلډرن جام کښې د ټورنامنټ غوره لوبغاړې اعلان شوې دې او د سرو زرو بوټ ورته ډالۍ شوې دې.
دا خبره د یادونې ده چې د پاکستان سټریټ چلډرن فټبال لوبدله د مسلم هینډز په مالي مرسته و توانیده چې په نړیوال د سټریټ چلډرل فټبال جام کښې برخه واخلي او د طفیل شینواری په شان تکړه لوبغاړو د پاکستان لپاره یو لوی نوم وګټل.
……………………………….

طفیل شینواری ته ښه راغلاست لپاره ګنړ شمیر ځایی خلق د ګلونو ډالیو سره ولاړ دي.
…………………..

نور خبرونه
اسلام آباد هایی کورټ د اعتزاز احسن په ضد د کیپټن(ر) صفدر درخواست د خارجولو امر کړې دې
که ماسره عمران خان سیالي کړې وې نو مابه عمران خان له هم ماتې ورکړې وې: موسی ګیلاني
د پاکستان تحریک انصاف ایم پي اې د هوایی ډزو ویډیو وایرل شوې ده
فیصل آباد کښې د پي ایم ایل ماتې، وزیرداخله ددې ماتې پړه د بریښنا په زیاتو بلونو اچولې ده






