اتومي انرژې په اړه پاکستان یو ذمه وار هیواد دې، د پاکستان فوځ د هیواد دفاع کولو او دا هیواد د هرقسم خطر څخه ژغورولو ته تیار دې: جنرال قمر جاوید باجوه

0
198

باغی ټي وی رپورټ
د پاکستان د فوځ سرلښکر په مشرۍ کې د کمانډرانو په غونډه کې د اتومي کمانډ او کنټرول په جوړښت د بشپړ باور څرګندونه شوې ده.

د پاکستان د فوځ د عامه اړيکو څانګې (ISPR) له مخې، د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه وشوه، چې په کې د هېواد د داخلي او خارجي امنيتي حالاتو جاج واخستل شو.

د آئي اېس پي آر د کور کمانډرانو کانفرنس کښې د سېلاب نه پس د امداد او بحالۍ کار جاج اخستې او په سندهـ، بلوچستان کښې د سېلاب نه پس په صورتحال خبرې اترې وشوې، په دې موقع د غونډې برخوالو په سېلاب ځپلو سيمو کښې د بحالۍ په چارو کښې د سول انتظاميې د مرستې ستاينه وکړه.

د آئي ايس پي آر له مخې د کمانډرانو کانفرنس کښې د اتومي کمانډ او کنټرول سټرکچر باندې د مکمل اعتماد څرګندونه شوې۔

د آئي ايس پي آر ترمخه د کور کمانډرانو کانفرنس کښې وئيلي شوي چې پاکستان په ايټمي وسلو سمبال يو ذمه دار ملک دے او پاکستان د خپل اتومي سلامتيا رژيم مضبوطولو لپاره ټول ضروري ګامونه پورته کړي دي، د ملک د سټراټيجيکي اثاثو د حفاظت انتظامات مکمل دي.
د آئي اېس پي آر له مخې په دې موقع د فوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې د پاكستان فوځ د هر ډول خطرې څخه د ژغورولو او د هېواد دفاع كولو ته تيار دې.
………………………

نور خبرونه

استرالیا د فلسطین بیت المقدس په اړه خپله پریکړه واپس اخستې ده

اسلام آباد هایی کورټ د اعتزاز احسن په ضد د کیپټن(ر) صفدر درخواست د خارجولو امر کړې دې

انرژۍ او یو شمیر نورو برخو کښې پاکستان سره اړیکو ته وده ورکول غواړ چې د اولس په ګټه تمام شی: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نماینده پاکستان سفر ته باور

که ماسره عمران خان سیالي کړې وې نو مابه عمران خان له هم ماتې ورکړې وې: موسی ګیلاني

د پاکستان تحریک انصاف ایم پي اې د هوایی ډزو ویډیو وایرل شوې ده

فیصل آباد کښې د پي ایم ایل ماتې، وزیرداخله ددې ماتې پړه د بریښنا په زیاتو بلونو اچولې ده

Leave a reply