انرژۍ او یو شمیر نورو برخو کښې پاکستان سره اړیکو ته وده ورکول غواړ چې د اولس په ګټه تمام شی: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نماینده پاکستان سفر ته باور

باغی ټي وی رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت قونسل ډیریک شول د پاکستان له سفیر مسعود خان سره لیدلي دي.

د راپورونو له مخې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر دوام خبرې وشوې.د بهرنیو چارو وزارت لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي چې د پاکستان او امریکا د اړیکو د لا ښه کولو لپاره به په ګڼو برخو کې همکاري زیاته شي.


په دې سکتورونو کې روغتیا، کرنه، ښوونه او روزنه او انرژي شامل دي. په دې برخو کې د پاکستان او امریکا همکاري د سیمې او خلکو په ګټه ده.

https://twitter.com/CounselorDOS/status/1582126748556472320?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1582168396971769857%7Ctwgr%5E11b2903fa053f8a11d4618796052a1e6697ec59e%7Ctwcon%5Es3_&ref_url=https%3A%2F%2Furdu.geo.tv%2Flatest%2F303360-
د امریکا نماینده په ټویټر پانړه لیکلي چې هغوی تل د سفیر په لیدو خوښ دي.

هغه وایی چې د متحده ایالاتو او پاکستان د اوږدمهاله ملګرتیا په اړه بحث کول او زمونږ د خلکو او سیمې د ګټو لپاره د روغتیا، کرنې، تعلیم، سوداګرۍ، انرژی او نورو په شمول په ډیرو برخو کې کار ، پرمختګ وکړو او دې برخو کښې اړیکو ته وده ورکړو.