که ماسره عمران خان سیالي کړې وې نو مابه عمران خان له هم ماتې ورکړې وې: موسی ګیلاني
باغي ټي وي رپورټ
د اتوار په ورځ د ملتان په ضمني انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ حلقه این اے ۱۵۷ نه د پیپلز پارټۍ ګټونکي امیدوار علي موسی ګیلاني ویلي که عمران خان د ملتان نه زما په مقابل کې سیالي کړې وای نو بایللې به یې وای.
علي موسی ګيلاني د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې خبرو کښې اوويل چې شاه محمود قرېشي د خپلې لور په انتخابولو سره ښه سياست وکړ ځکه چې زمونږ په سيمه کښې که ښځه د چا کور ته لاړه شي نو قتل هم معاف کيږي.
هغه وويل که د مهر بانو پرځای شاه محمود قريشي يا عمران خان ولاړ واى نو يواځې څلويښت زره رايې به يې ترلاسه کړې وې.
د يادونې وړ ده چې د اېن اې ۱۵۷ ملتان ۴ د ټولو ۲۶۴ پولنګ سټېشنو د پايلو له مخې د پاکستان پيپلز ګوند سيد علي موسی ګيلاني ۱۰۷۳۲۷ ووټونو سره بريالی شوی دی.
د هغه مخالف شاه محمود قریشي لور او د پاکستان تحریک انصاف مهر بانو قریشي ۸۲۱۴۱ رایې خپلې کړې.
د پيپلز ګوند علي موسی ګيلاني د پي ټي آئي مهرابانو قريشي ته د ۲۵ زره ۱۸۶ ووټونو په ستر توپير ماتې ورکړه.