فیصل آباد کښې د پي ایم ایل ماتې، وزیرداخله ددې ماتې پړه د بریښنا په زیاتو بلونو اچولې ده

د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله په ضمني انتخاباتو کښې د فيصل آباد د بدې ماتې پړه د بریښنا په زیاتو بلونه اخستلو اچولې دې.

د جيو نيوز پروګرام نن له شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې رانا ثناالله وويل چې په فيصل اباد کې د بجلۍ د اضافي بلونو له وجې د پاور لومز بند شوي دي چې په اړه يې عابد شېرعلي هم احتجاج کړی دی.
هغه وويل دعمران خان اؤ حکومت ترمينځ خبرې اترې نۀ دي شوي، عمران خان مونږ ته گواښونه کوي، مونږ سختې پريکړې کړي، اوس مونږ حق لرو چې خلکو ته راحت ورکړو اؤ دهغوي دغصې کمولو لپاره هم وخت ونيسو.

رانا ثناء الله وويل د سختو پرېکړو وخت تېر شو، اوس به انفلاسیون هم کم شي او د بجلۍ بلونه او ډالر به هم د 200 نه ښکته شي، زمونږ لپاره دا انتخابات هيڅ اهميت نه لري.
هغه وويل د مسلم ليګ نون ټوله قيادت دسيلاب ځپلو سره په مرستو بوخته ده، حمزه شهباز دصحت ستونزو له امله په انتخابي کمپاين کې برخه نۀ وه اخستې.

ياده دي وي چي د اتوار په ورځ په فيصل آباد کښي شوي ضمني انتخاباتو کښي عمران خان د مسلم ليګ (ن) عابد شيرعلي ته په 24471 ووټونو سره ماتي ورکړي وه۔

د این اے 108 فیصل آباد د ټولو 354 پولنګ سټیشنونو غیرسرکاری نتیجو له مخې عمران خان 99,602 ووټونه اخستی او د مسلم لیگ (ن) عابد شیر علی 75,131 ووټونه اخستي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网