د ډالر ارزښت به د ۲۰۰ روپو نه راټیټ شي : وفاقی وزیر، اسحاق ډار

0
121

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د ډالر حقيقي قدر د 200 روپو نه کمه ده او په راتلونكو ورځو كښې به ډالر د 200 روپو نه ټيټ شي۔

د جیو نیوز پروګرام کیپیټل ټیک کې د خبرو په مهال اسحاق ډار وویل چې د ډالر اوسنی ارزښت اصل نه دی.

هغه وويل چې د ډالر حقيقي ارزښت د 200 روپو څخه کم دى او ډالر به د 200 روپو څخه ښکته شي.
وفاقي وزير وويل دا مهال په نړيواله کچه ډالر پياوړى دى خو دخپلې پاليسۍ لاندې به ډالر تر 200 روپو پورې ټيټ کړي.

هغه زیاته کړه، د احصایې انستیتوت یوه خپلواکه اداره ده او په دې کې لاس وهنه نه کوي.

اسحاق ډار وويل چې اپوزيشن په تيرو وختونو کې وايي چې راځه يو تړون اقتصاد وکړو، زه د عمران خان او دهغه دټول ټيم په اعصابو سواره يم.
ياده دې وي چې په هېواد کې د ډالر په مقابل کې د روپۍ لوړوالى دوام لري او نن په انټر بينک بازار کې ډالر د يو روپۍ ١٦ پيسې ٢٢٧ روپۍ ٢٩ پيسې ته راټيټ شوى، په داسې حال کې چې د ډالر بيه په آزاد بازار کښې ٢٣٠ روپۍ ده.

نور خبرونه

د عمران خان ملکي ادارو په ضد کمپاین، وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان دې کار سختو ټکو کښې غندنه کړې ده

چین د پاکستان څخه د خرو واردولو ته لیواله دې

FB_IMG_1632388087856

دا وخت د دریم نړیوال جنګ پیل کولو وخت نه دې ، باید دا وخت د کورونا او اقلیمی بدلون د بحران سره په شریکه مبارزه وشي: بلاول بهټو زرداري

پنجاب کښې د اولس لپاره وزیراعظم د ۱۰۰ ملیارده روپو احساس راشن پروګرام پرانسته وکړه

Leave a reply