چین د پاکستان څخه د خرو واردولو ته لیواله دې

0
160

باغی ټي وي رپورټ
د سوداګرۍ وزارت چارواکو د سېنېټ د سوداګرۍ خونې کمېټې ته په یوه بریفنګ کې وویل، چین له پاکستان څخه د خرو واردولو ته لېواله دی.

د سېنېټ د سوداګرۍ په اړه د سېنېټ د قائمه كمېټۍ غونډې ته د بريفنګ په مهال د سوداګرۍ وزارت چارواكو وويل، چې چين د غوښې د صادراتو لپاره يو لوى بازار دى، د سنا مجلس غړي دنيش کمار وويل، چين له پاكستانه غوښتي، چې خره او سپي صادر كړي.
سناتور عبدالقادر وویل چې د چین سفیر څو ځله د غوښې د صادرولو غوښتنه کړې، سناتور مرزا محمد اپریدي وویل چې په افغانستان کې څاروي ارزانه دي، پاکستان کولای شي چې غوښه وارد او صادر کړي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، چې د پوستکي د ناروغۍ له امله په موقت ډول له افغانستان څخه د څارویو د واردولو اجازه نه ورکول کېږي.

د قائمه کميټۍ پنځه برآمداتي شعبو ته د بجلۍ سبسډي ختمولو په اړه خپل انديښنې څرګندې کړې۔
د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، چې د مالیې وزارت ته یې د سبسایډي د بېرته ورکړې موضوع وړاندې کړې، چې صادراتي سکتورونه له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

قائمه کميټۍ حکومت ته سپارښتنه کړې چې برآمداتي صنعت ته د بجلۍ سبسډي ورکولو مسله دې زر تر زر هواره کړي.
…………………….
نور خبرونه

د پاکستان برج فیډریشن ټاکنې کیږي، د بورډ آف ډایریکټر لپاره د ټاکنو مراسله جاري شوې ده

دا وخت د دریم نړیوال جنګ پیل کولو وخت نه دې ، باید دا وخت د کورونا او اقلیمی بدلون د بحران سره په شریکه مبارزه وشي: بلاول بهټو زرداري

پنجاب کښې د اولس لپاره وزیراعظم د ۱۰۰ ملیارده روپو احساس راشن پروګرام پرانسته وکړه

Leave a reply