د خیبر پښتونخوا هري پور پوهنتون کښې د کروړونو روپۍ مالي فساد څرګندونه شوې ده

0
130

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا هري پور يونيورسټۍ کښې د اته کروړه روپو نه زياتې مالي بے ضابطګۍ ښکاره شوې ده۔

د پلټنې راپور دا خبره په ډاګه کړه.

د راپور له مخې، پوهنتون ته د کارمندانو لپاره د اجازې غیر مجاز تادیاتو له امله د 5 کروړه روپیو تاوان رسیدلی.

همدغه راز د پروجيکټ کوآرډينيټر په غيرقانوني تقررۍ او تنخواګانو 30 لاکه روپۍ اوښتي دي په داسې حال کې چې د کور کرايه نه کمولو له وجې خزانې ته د 20 لاکه روپو نه زيات نقصان رسيدلى دى.
رپورټ کې دا هم ویل شوي چې د آی ټي مشاور په تقررونو او ای آر پی سیسټم کې د 70 لاکه روپو څخه ډیر مالي بې نظمۍ ترسره شوي.

د راپور له مخې، د آی ټي وسایلو په پیرودلو او نصبولو کې د 70 لکو روپیو څخه ډیر بې نظمۍ شوي.آډټ رپورټ کښي وئيلي شوي دي چي د ګريډ 20 ملازمينو ته د ايډ هاک امدادي الاؤنس ورکړے شوے دے۔
دغه راز د ايسوسي ايټ پروفيسرانو غيرقانوني تقررۍ له وجې د 10 لاکه روپو نه زياتې بې ضابطګۍ شوې ولې يونيورسټئ ته د ورځي مزدورانو غيرقانوني تقررۍ له وجې لس لاکه روپو نه زيات نقصان رسيدلې دې۔

د رپورټ ترمخه د دفتر د ودانۍ په کرايه کښې د شل لاکه نه زياتې روپۍ بې ضابطګۍ شوې دې۔

بل خوا د پوهنتون ادارې د پلټنې د راپور په اړه خپل دریځ څرګند کړی او ویلي یې دي چې په هري پور پوهنتون کې د قانون له مخې ګومارنې شوي دي.

ده ووئيل د پلټنو رپورټ پبلك اکاؤنټس كمېټۍ كښې دې د كومې پرېكړې به منو۔
د انتظاميي وينا ده چي که چرته هم اغستي وليدل شي نو قانوني کاروائي به کولي شي۔
………………………
نور خبرونه

وفاقي کابینې د عمران خان په ضد د لوی ګام اخستو منظوري ورکړې ده

د کروندګرو اتحادیی په وزیرداخله تور لګولې چې حکومت سره ی ددوی خبرې خرابې کړي دي

عمران خان د نیولو وارنټ ختمولو لپاره عدالت کښې غوښتنلیک جمع کړې دې

د پي ټي آیی مشرې شیرین مزاري د سپکاوي او شرم وړ ګام ، شیرین مزار د مریم نواز ایډیټ شوې د سپکاوی انځور شریک کړې، بیا ډیلیټ کړې

یک محکمه پاکستانی حکم بازداشت عمران خان را صادر کرده است   

اسد عمر حکومت ته خبردارۍ ورکړې دې چې د عمران خان د نیولو دې ډډه وکړي

د سندهه صوبې په ګنړو سیمو کښې د سیلاب اوبو ویستلو انتظام نه دې شوې، په دې سیمو کښې ناروغۍ خپریږي

Leave a reply