وفاقي کابینې د عمران خان په ضد د لوی ګام اخستو منظوري ورکړې ده

0
125

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي کابينې د آډيو ليکس په معامله د پخواني وزيراعظم عمران خان خلاف د قانوني کاروائي منظوري ورکړې ده۔

وفاقي کابينې د ستمبر په 30مه نېټه د عمران خان د سيفر آډيو ليک په اړه د کابينې کمېټۍ جوړه کړې وه، د کابينې کميټې د اکتوبر په لومړۍ نېټه په غونډه کې د قانوني کاروائۍ سپارښتنه کړې وه.

د كابينې كمېټۍ تجويزونه د سمري په بڼه كابينې ته وړاندې كړل چې منظور كړل شول۔
سرچينې وائي وفاقي کابينې دعمران خان دور وزيرانو اؤ پخواني سيکرټري اعظم خان په ضد دقانوني کارروايۍ منظوري ورکړې ده.

وفاقي کابينې د سرکولېشن له لارې د کابينې د کميټۍ د تجويزونو منظوري ورکړې چې پکې پرېکړه شوې چې د سفارتي سائيفر په اړه د آډيو ليک په اړه به پلټنې کوي.
ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه کښې د امريکې سائيفر او آډيو ليکس په مسله باندې تفصيل سره غور شوې وو۔

نور خبرونه

عمران خان هم د امریکایی سایفر د غایبیدو تصدیق کړې دې

د کروندګرو اتحادیی په وزیرداخله تور لګولې چې حکومت سره ی ددوی خبرې خرابې کړي دي

عمران خان د نیولو وارنټ ختمولو لپاره عدالت کښې غوښتنلیک جمع کړې دې

د پي ټي آیی مشرې شیرین مزاري د سپکاوي او شرم وړ ګام ، شیرین مزار د مریم نواز ایډیټ شوې د سپکاوی انځور شریک کړې، بیا ډیلیټ کړې

یک محکمه پاکستانی حکم بازداشت عمران خان را صادر کرده است   

اسد عمر حکومت ته خبردارۍ ورکړې دې چې د عمران خان د نیولو دې ډډه وکړي

د سندهه صوبې په ګنړو سیمو کښې د سیلاب اوبو ویستلو انتظام نه دې شوې، په دې سیمو کښې ناروغۍ خپریږي

Leave a reply