لاهور کښې د سکول یو استاذ خپل شاګرد وهلې، شاګرد ی سخت ټپی کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
په کوټ لکهپت کې د یوې مدرسې استاد یو نهه کلن زده کوونکی ووهلو او په وینو ی سور کړو، چې وروسته پولیسو د معلوماتو په ترلاسه کولو تورن تن ونیول.
دپوليسو ترمخه نهه کلن عثمان دکور دکوچني دروازې سره نزدې په مدرسه کې زده کړې کولې.
د پېښې د جزئياتو په څرګندولو سره پوليسو وويل، چې عثمان په سر او تندي ژور ټپونه ولګېدل، چې وروسته يې روغتون ته ولېږدول شو.
بل اړخ ته پوليس د ملزم عمران خلاف مقدمه درج کړي او تحقيقاتي څانګي ته ئي حواله کړي ده۔
دلته دا خبره مهمه ده چې د ملکي قانون او په تعليمې ادارو کښې پلي شوو اصولو او قانون مطابق په سکولونو او مدرسو کښې په جسماني سزا ورکولو بندیز دې او چې که تن هم ،استاذ هم خپلو شاګردانو ته جسماني سزا ورکړي نو بیا د هغه په ضد قانوني کاروایی شي..
…
نور خبرونه
کراچۍ کښې د اور وژونې په مرکز برید شوې، ددې ادارې دوه اهلکار وژل شوي ،یو ټپي شوې دې
حکومت د تیلو نرخ کمیدو سره د کورني استعمال ایل پی جي ګاز په نرخ کښې هم ډیر کمې اعلان کړې دې
د پاکستان نوي ټاکل شوي د خزانې وزیر اسحاق ډار د آیی ایم ایف مشن چیف سره ورچویل لیدنه کړې ده