عمران خان د وزیراعظم په څوکۍ ناست وو او د پاکستان په ضد ی سازشونه کول: د پي ډي ایم ویاند، حافظ حمدالله
باغی ټي وي رپورټ
د پي ډي ايم وياند حافظ حمدالله وئيلي دي چې پخواني وزيراعظم عمران خان په وزيراعظم هاؤس کښې د وزيراعظم په څوکۍ ناست د پاکستان او رياست خلاف سازشونه کول۔
ده ووئيل چې د آډیو لیکس نه ثابته شوې چې عمران خان د وزیراعظم په توګه د حلف خلاف ورزي كړې٬ د هغه خلاف دې د آرټيكل شپږم كاروائي وكړې شي۔
حافظ حمدالله زیاته کړه چې عمران خان، د هغه ګوند او د هغه سهولت کاران دې هم واوري چې عام انتخابات به د دوی په خوښه نه کیږي، هغه اوویل او زیاته ی کړه چې عامې ټاکنې به په ۲۰۲۳ کال د واکمن ایتلاف په خوښه ترسره کېږي.
………………………….
خبرونه
کراچۍ کښې د اور وژونې په مرکز برید شوې، ددې ادارې دوه اهلکار وژل شوي ،یو ټپي شوې دې
حکومت د تیلو نرخ کمیدو سره د کورني استعمال ایل پی جي ګاز په نرخ کښې هم ډیر کمې اعلان کړې دې
د پاکستان نوي ټاکل شوي د خزانې وزیر اسحاق ډار د آیی ایم ایف مشن چیف سره ورچویل لیدنه کړې ده