کراچۍ کښې د اور وژونې په مرکز برید شوې، ددې ادارې دوه اهلکار وژل شوي ،یو ټپي شوې دې

باغي ټي وي رپورټ
د کراچۍ ښار په کورنګي سیمه کې د اور وژنې په مرکز کې دوه بریدګر د ډزو له امله د اور وژنې دوه کارکوونکي وژل شوي، یو ټپي دی او یو کارمند له بریدګرو څخه په تیښته بریالی شوی دی.

د ايس ايس پي کورنګي فيصل بشير ميمن ترمخه بلال چورنګي کورنګي فائر سټېشن ته دوه نامعلومه وسله وال ننوتي او په کنټرول روم کښې ئي ډزي کړي دي او د ډزو په وخت کنټرول روم کښې څلور ملازمين موجود وو۔

د فیصل بشیر په خبره، د ډزو په پایله کې د اور وژنې دوه کارکوونکي عامر او محبوب وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د پېښې يوه عيني شاهد ذيشان صديقي چې له بريدګرو څخه په تېښته بريالى شوى، پژواک ته وويل، چې دى په دنده بوخت و، چې دوه کسان په لاسونو کې تومانچې سره راغلل، چې عاملين يې له دننه څخه عامر قريشي او ارشاد راوويستل. رشاد چې د بریدګرو په ډزو کې ټپي شوی و، په یوه ویډیويي وینا کې ویلي چې موږ سره راټول شوي او بیا وژل شوي دي.

پوليس وائي چي په ټول فائر سټيشن کښي سي سي ټي وي کيمرې نه دي لګولې شوي، له اړخونو نه سي سي ټي وي ترلاسه کولو کوششونه روان دي ولي چي د پيښې ځائي نه 3 مرمۍ او يو مرمۍ ترلاسه شوي دي۔
د کورنګي فائر سټیشن په حمله کښې مړه او ژوبل شوي ملازمین جناح هسپتال ته رسول شوي دي.
نور خبرونه

حکومت د تیلو نرخ کمیدو سره د کورني استعمال ایل پی جي ګاز په نرخ کښې هم ډیر کمې اعلان کړې دې

د پاکستان نوي ټاکل شوي د خزانې وزیر اسحاق ډار د آیی ایم ایف مشن چیف سره ورچویل لیدنه کړې ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载