د پاکستان نوي ټاکل شوي د خزانې وزیر اسحاق ډار د آیی ایم ایف مشن چیف سره ورچویل لیدنه کړې ده

0
95

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډاركي د نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) مشن چيف ناتن پورټر سره ورچوئل ملاقات كړے دے۔

بيان کښې وئيلي شوي دي چې د خزانې وزير آئي ايم ايف ته د انفراسټرکچر اقتصادي صورتحال او د سيلابونو له وجې د فصلونو د نقصان په اړه بريفنګ ورکړو۔

اسحاق ډار وويل دحکومت مقصد ساختماني ستونزې هوارول دي، دتندلاري ستونزو په حل کولو سره به پاکستان دمالي خسارې په ختمولو سره دپام وړ پرمختگ په لوري روان شي.
د خزانې وزير ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف د امريكې دوره په مهال د ايم ډي آئي اېم اېف سره ملاقات كړے دے۔

بیان کې ویل شوي چې د مالیې وزیر د IMF پروګرام لاندې وړاندیز شوي اصلاحاتو ته د حکومت ژمنې تکرار کړې.
د بيان ترمخه د آئي اېم اېف مشن چيف نيتن پورټر اسحاق ډار ته د خزانې وزارت په غاړه اخستو مبارکي ورکړې او د آئي ايم ايف لخوا د پاکستان معيشت ته د ورپېښو چيلنجونو په اړه يې ورته بريفنګ ورکړو۔

د IMF مشن مشر په دې سخت وخت کې د پاکستان لپاره د IMF ملاتړ تکرار کړ، په داسې حال کې چې د خزانې وزیر د نړیوال اقتصاد لپاره په دې سخت وخت کې د IMF مرستې مننه وکړه.
دا خبره مهمه ده چې کله اسحاق ډار په لندن کښې وو نو هغه په یو بیان کښې ویلي وو چې د ګوند مشر نواز شریف وړاندې هم ماته دا ذمه واري راکړې وه او د هیواد او اولس خدمت مې کړې وو، او دا ځل به هم د مشر په امر خدمت کوم او د هیواد کمزوري معیشت ته وده ورکولو او قوي کولو لپاره به عملي هڅې وکړم.
نور خبرونه

وفاقي کابینې مهمه غونډه شوې، د سایفر کاپي په ریکارډ کښې نشته، د جعل سازۍ پس د سایفر د غلا کولو انکشاف شوې دې

عمران خان یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا سرکاري هیلي کاپټر د خپل ذاتي مقصد لپاره کارولې دې، پيښور غونډې ته بیا ی دا چورلکه کارولې

Leave a reply