د عمران خان له لوري په دفاع وزیر خواجه آصف د زیان رسولو مقدمه، عمران خان یو ځل بیا د عدالت له لوري جرمانه شوې ده

0
88

باغی ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف چیرمین عمران خان د مسلم لیګ (ن) د مشر خواجه اصف خلاف د لس اربه روپو د زیان رسولو کیس کښې د ځنډیدو غوښتنه کولو په وجه دویم ځل جرمانه شوې ده.

د اسلام آباد د ايډيشنل سيشن جج عدنان خان په عدالت کښې د خواجه آصف خلاف د لس اربه روپو هرجانې( زیان رسول) مقدمې اورېدنه وشوه۔
د عمران خان د وکيل له لوري د اورېدنې د ځنډولو غوښتنه کې ويل شوي چې اصلي وکيل بهر دی او عمران خان په غونډه کې د ګډون له امله نه شي راتلې.
د عمران خان د وکيلانو د اورېدنې د ځنډولو غوښتنه د 5 زره روپو جريمې سره ومنل شوه.

ياده دې وي چې عمران خان د سپټمبر په لسمه نېټه هم د تحريک د التواء غوښتنې په تور پنځه زره روپۍ جرمانه کړې وه.

د عمران خان او خواجه آصف د وکيلانو په مشوره د اورېدنې راتلونکې نېټه د اکتوبر په ٢٢مه ټاکل شوې ده.
دا خبره ده یادونې ده چې په ۱۰ ستمبر هم د تحریک انصاف په مشر عمران خان د دفاع وزیر خواجه اصف خلاف د ۱۰ اربه روپو د زیان رسولو په مقدمه کې د ځنډولو په غوښتنه جرمانه لګول شوې وه.

د اسلام اباد په ايډيشنل سيشن عدالت کې د عمران خان په مشرۍ د خواجه اصف په ضد د لس اربه روپو هرجانې(زیان رسولو) کېس اورېدنه شوې وه.

د خواجه اصف وکيل علي شاه ګيلاني وکيل عدالت ته حاضر شو، د عمران خان وکيلانو د اورېدنې د ځنډولو غوښتنه وکړه او پرېکړه وشوه چې عمران خان په غونډو کې د مصروفيت له امله حاضر نه شي حاضریدې.
………………………..
نور خبرونه
https://pashto.baaghitv.com/?p=54869

عمران خان د وزیراعظم په څوکۍ ناست وو او د پاکستان په ضد ی سازشونه کول: د پي ډي ایم ویاند، حافظ حمدالله

کراچۍ کښې د اور وژونې په مرکز برید شوې، ددې ادارې دوه اهلکار وژل شوي ،یو ټپي شوې دې

حکومت د تیلو نرخ کمیدو سره د کورني استعمال ایل پی جي ګاز په نرخ کښې هم ډیر کمې اعلان کړې دې

د پاکستان نوي ټاکل شوي د خزانې وزیر اسحاق ډار د آیی ایم ایف مشن چیف سره ورچویل لیدنه کړې ده

Leave a reply