د پاکستان فوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د خدمتونو پاکستاني اولس او نړۍ ستاینه کوي: په لیکلي شوي بلاګ کښې څرګندونې

باغي ټي وي رپورټ
ټول ملت د پاکستان په فوځ او ادارو فخر کوي. په دغو ادارو کې شامل ملکي افسران او ځوانان تل نه یوازې د ملي دفاع لپاره هلې ځلې کوي، بلکې د دې کار لپاره خپل سرونه قربانولو ته هم چمتو دي. د پاکستان او ولس لپاره د فوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه خدمتونه نه یوازې د پاکستان ولس بلکې ټولې نړۍ ته څرګند دي او نړۍ یې په رسمیت پېژني او ددې خدمتونو ستاینه هم کوي.
دا پاس ذکر شوې خبرې په خپل بلاګ کښې ایس اې زاهد لیکلي دي او د پاکستان فوځ د خدمتونو ستاینه ی کړې ده.
هغه په بلاګ کښې وایی چې د پاکستان د فوځ د یوه جنرال او د پوځ د مشر په توګه د ملي دفاع، اقتصادي ودې، د بهرنیو اړیکو د پراخولو او پیاوړتیا لپاره د قدر وړ خدمتونه کړي دي، بلکې په هر سخت وخت کې یې له ولس سره مرسته کړې او د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې یې لا هم د پام وړ خدمتونه کړي دي. ټول ملت د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه ته د دې خدمتونو په ترسره کولو ستره ستاینه وړاندې کوي.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پاکستان سره د اړیکو د لا پیاوړتیا او د ترهګرۍ ختمولو او په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د جنرال قمر جاوید باجوه د ګټورو هڅو په اعتراف، ګڼو هیوادونو هغه ته په یو شمیر ایوارډونو هم ډالۍ کړي دي.
برطانيې جنرل قمر جاويد باجوه ته د رائل ملټري اکيډمي سنډهرسټ پاسنګ آوټ پريډ کښې د ګډون لپاره خاص بلنه ورکړې وه۔ دا د شاهي پوځي اکاډمۍ په پاسنګ آوټ پریډ کې د بهرنیو ځواکونو د مشر لومړی ګډون وو. په دې توګه جنرال قمر جاوېد باجوه د ځانګړي مېلمه په توګه دا اعزاز ترلاسه کړ. متحده عربي اماراتو دوهم ستر اعزاز “آرډر آف دی یونین” (وسم الاتحاد) ورکړ.جنرال قمر جاوید باجوه ته دا ستر اعزاز د هیواد په ثبات کې د هغه د کردار په اعتراف ورکړل شو.
…….
نور خبرونه
د مصر صدر ، شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې کړي، پاکستان سره ی د همکارۍ ژمنه کړې ده
د دفعه ۱۴۴ سرغړونه، د ۵۰۰۰ زره روپیو د ضمانت په بدله کښې د عمران خان ضمانت منظور کړې شوې دې
حبیب بانک د ترهګرو د مالي مدد د امرکایی قاضي تورونه رد کړي دي
د اسلام آباد څخه تعلق لرونکې یو تیز توپ اچوونکې د زړه ناروغې له امله په حق رسیدلې دې
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې چاودنه شوې ده، لومړي معلومات وایی جې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي






