امریکایی ډالر په مقابله کښې پاکستانۍ کلداره قوي شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستانۍ روپۍ په مقابل کې د امریکا د ډالر بیه لا هم روانه ده.
د کاروباري هفتې په اخري ورځ انټربینک کې یو ډالر د ۶۳ پیسو په مقابل کې ۲۲۸ روپۍ ارزانه شوی دی.
په انټربینک کې په تیرو شپږو ورځو کې ډالر ۱۰ روپۍ ۵۹ پېسې ارزانه شوي، د ډالر په ارزښت کې د وروستي کمښت وروستو په پاکستان د قرضونو بار ۱۳۵۰ اربه روپۍ کم شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د اسحاق ډار هیواد ته د راستنیدو د خبرونو نه وروسته په پاکستان کې د امریکايي ډالرو په ارزښت د کمیدو لړۍ دوام لري.
د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف اسحاق ډار ته د ملک د کمزوري اقتصاد د قابو کولو او د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت د ثبات دنده سپارلې ده.
دا خبره مهمه ده چې د رسنیو د راپور مطابق د سپتمبر په ٢٣مه نېټه پای ته رسېدلې اونۍ کې د پاکستان د بهرنيو اسعارو زېرمې د ۳۰۸ ملیونه ډالره کمې شوې.
د بهرنيو اسعارو د زېرمو له کمېدو وروسته د کورنيو بهرنيو اسعارو زېرمې ۱۳ ملياره او ۷۶ مليونو ډالرو ته راټيټې شوې دي.
د دولتي بانک زیرمې له ۳۴۰ میلیونو ډالرو ۸ میلیاردو ډالرو او د سوداګریزو بانکونو زیرمې له ۳۰ میلیونو ډالرو ۵ میلیارده ۷۵ میلیونه ډالرو ته لوړې شوې دي.
نور خبرونه
د حکومتي اتحادي ګوند جمعیت علمای اسلام ف هم د نرښځیانو قانون چیلنج کړې دې
د مصر صدر ، شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې کړي، پاکستان سره ی د همکارۍ ژمنه کړې ده
د دفعه ۱۴۴ سرغړونه، د ۵۰۰۰ زره روپیو د ضمانت په بدله کښې د عمران خان ضمانت منظور کړې شوې دې
حبیب بانک د ترهګرو د مالي مدد د امرکایی قاضي تورونه رد کړي دي
د اسلام آباد څخه تعلق لرونکې یو تیز توپ اچوونکې د زړه ناروغې له امله په حق رسیدلې دې
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې چاودنه شوې ده، لومړي معلومات وایی جې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي





