په پلټنو کښې انکشاف شوې چې د بلوچستان فوځي چورلکه راغورځیدو پیښې په اړه غلط او بې بنیاده پروپیګنډه کولو والا ۱۷۸ د سوشل میډیا اکاونټونو تعلق د پاکستان تحریک انصاف څخه دې

باغی ټي وي رپورټ
د لسبيلا هيلي کاپټر غورځيدو وروستو په سوشل ميډيا د منفي پروپيگنډې په اړه پلټنيز رپورټ کې مهم انکشافات شوي دي.
دسرچينو ترمخه دپاک فوځ په ضد دسوشل ميډيا فعالان اا دهغوي سرلښکران ټريس کړل شوي او دپي ټي ائي سره تعلق لرونکي 178 اکاونټونه دي چې تر ټولو زيات کمپاينونه ددغو اکاونټونو څخه دي.
سرچینه وايي، په ټولیز ډول د ۵۸۰ اکاونټونو له لارې ۲۳۵۰ پوسټونه شوي.
سرچینې ویلي چې د لسبیله هیلي کاپټر له غورځېدو وروسته ۱۸ هندي اکاونټونه هم د ټولنیزو رسنیو په کمپاین کې شامل شوي وو.
په راپور کې ویل شوي چې د پاکستان د فوځ او د شهیدانو په ضد کمپاین چلوونکو پر ضد دې مقدمې درج شي او دا مقدمې دې د پاکستان د پیکا او د جزا قانون لاندې ثبت شي.
په راپور کې ویل شوي، چې له ښکېلو کسانو تر څېړنو وروسته باید د هغوی لاسپوڅو او بادارانو ته ورسېږي.
ياده دي وي چي د پاکستان د فوځ ايوي ايشن هيلي کاپټر لسبيله کښي سيلاب ځپلو سيمو کښي د امدادي کاروائي دوران ورکه شوي وو۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي هيلي کاپټر د خراب موسم له وجي راپريوتو چي له وجي ئي د کور کمانډر کوئټه ليفټننټ جنرل سرفراز علي او ډي جي پاکستان کوسټ ګارډ ميجر جنرل امجد په شمول شپږ فوځيان شهيدان شوي دي۔
د هيلي کاپټر د غورځيدو وروستو په سوشل ميډيا منفي کمپاين پيل شو چې پکې د پاکستان پوځ سخته غندنه کړې وه، په داسې حال کې چې حکومت د سوشل ميډيا د منفي کمپاين په ضد د ګام اخستو فيصله کړې وه او د ايف آئي اے او آئي ايس آئي افسرانو په شمول يې د پلټنو ټيم جوړ کړی وو.
دلته دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د پاکستان تحریک انصاف سره تعلق لرونکو یو شمیر د سوشل میډیا فعالانو په خپلو دغه عمل د پاکستان فوځ او اولس څخه بخښنه غوښتې ده.
نور خبرونه
د فوځ په ضد د بغاوت په مقدمه کښې نیول شوي د شهبازګل په ضد کورټ مارشل کیس چلولو په اړه غور روان دې
د پي ټي آیی نور کارکوونکو هم د پاکستان فوځ په ضد بیانونو په خپرولو بخښنه غوښتې ده





