بلوچستان فوځي چورلکه کښې د شهید شوو فوځي افسرانو په ضد په سوشل میډیا کمپاین چلولو واله کسانو د نیول پریکړه شوې

0
44

باغی ټي وي رپورټ
د لسبيله هيلي کاپټر پيښه کې د پاکستاني پوځ د شهيدانو په ضد د سوشل ميډيا د کمپاين د ټولو کردارونو د نيولو فيصله شوې ده.

د سرچينو ترمخه د پلټنو ادارو لخوا د سوشل ميډيا د کمپاين د کردارونو خلاف پلټنې روانې دي۔

سرچينې زياته کړې، چې د شهيدانو پر ضد د ټولنيزو رسنيو د کمپاين د ټولو کردارونو د نيولو پرېکړه شوې ده.
سرچينه وايي، چې د ناوړو کمپاين کوونکو د پلټنو په پايله کې به د هغوى ملاتړي هم تر قانون لاندې راوستل شي.

د پلټونکو سرچینو په وینا، د شهیدانو پر ضد په سوشل میډیا کمپاین کې ځینې هندي اکاونټونه هم کارول شوي.

ياده دي وي چي د پاکستان د فوځ ايوي ايشن هيلي کاپټر لسبيله کښي سيلاب ځپلو سيمو کښي د امدادي کاروائي دوران ورکه شوي وو۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي هيلي کاپټر د خراب موسم له وجي راپريوتو چي له وجي ئي د کور کمانډر کوئټه ليفټننټ جنرل سرفراز علي او ډي جي پاکستان کوسټ ګارډ ميجر جنرل امجد په شمول شپږ فوځيان شهيدان شوي دي۔

د هيلي کاپټر حادثې وروستو په سوشل ميډيا منفي کمپاين پيل شو، پاکستان فوځ ددې منفی او بې بنیاده پروپاګند سخته غندنه کړې وه، په داسې حال کې چې حکومت د سوشل ميډيا د منفي کمپاين په ضد د ګام اخستو فيصله کړې وه او د ايف آئي اے او ائي ايس ائي افسرانو په شمول يې د تحقيقاتو ټيم هم جوړ کړی وو چې ددې پیښې په اړه پلټنې کوي.
……
نور خبرونه

امریکایی ډالر په مقابله کښې پاکستاني روپۍ نوره هم قوي شوې

د جوزجان په بالامردان کلي کې اورلګېدنه لا هم روانه ده

د پی ټي آیی فارن فنډنک کیس لارجر بنچ ته وسپارل شو

Leave a reply