امریکایی ډالر په مقابله کښې پاکستاني روپۍ نوره هم قوي شوې

0
55

باغی ټي وي رپورټ
په انټربینک کې د ډالر په مقابله کې د پاکستان روپۍ نوره هم شوی شوې ده او د ډالر نرخ راټیټ شوې دې.
نن د نهې په ورځ، د سوداګریزې اونۍ په لومړۍ ورځ په انټربینک بازار کې د ډالر په ارزښت کې کمښت لیدل شوی او ډالر د 51 پیسو په مقابل کې په 213.98 روپۍ بند شوي.

نن د سه شنبې په ورځ هم د کاروبار په پیل کې د ډالر په ارزښت کې کمښت لیدل کیږي او ډالر د 69 پیسو په مقابل کې په 213.20 روپۍ تجارت کوي.

د دې ترڅنګ په ازاد بازار کې د یو ډالر بیعه ۲۱۰ روپۍ ده. دا خبره د یادونې ده چې په رسنیو کښې د نشر شوي یو راپور مطابق د مالیې وزارت وايي چې د پیسو نړیوال صندوق د اجرایوي بورډ غونډه به دغه طرحه د اګست په ۲۹ تصویب کړي.

د مالیې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق د پورونو د ورکړې د تړون د مسودې پر شرایطو بیا کتنه کوي.
نور خبرونه

د پی ټي آیی فارن فنډنک کیس لارجر بنچ ته وسپارل شو

Leave a reply