د پی ټي آیی فارن فنډنک کیس لارجر بنچ ته وسپارل شو
باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ د ممنوع الخروج فنډنګ کيس کښې د اليکشن کميشن د فيصلې په ضد د پي ټي آئي درخواست اوريدنه لوي بينچ ته سپارلې ده۔
د اسلام اباد هائي کورټ قائم مقام چيف جسټس عامر فاروق د پي ټي ایی فنډنګ کيس کښې د اليکشن کميشن د فيصلې په ضد د پي ټي آئي د درخواست اورېدنه کړې وه چې پکښې د پي ټي آئي لخوا بيرسټر انور منصور او فيصل چوهدري حاضر شوي وو۔
جسټس عامر فاروق وويل ددغه درخواست اوريدنې لپاره به يو لوى بينچ جوړ کړل شي، لويه بينچ به بله ورځ دکيس اوريدنه کوي.
د پي ټي آئي وکيل انور منصور خپل دلائل کښې وويل مونږ د اليکشن کميشن فېکټ فائنډنګ رپورټ چيلنج کړې دې کوم چې سپريم کورټ د حنيف عباسي په کيس کښې واضح کړي وو۔
انور منصور وویل چې د مختلفو دلایلو له امله د حسابونو افشا کول اړین نه وو، پیسې له دې ځایه تللې نو د صوبو په حسابونو کې یې افشا کول اړین نه وو.
انور منصور عدالت ته خواست وکړو چې د شوکاز نوټس ترمخه دې په دې اړه څه کاروائي ونکړے شي په ، په دې باندې عدالت اوويل چې دا معامله به لوي بينچ ګوري .
عدالت د مقدمې اورېدنه د اګست تر 18مې نېټې پورې وځنډوله او امر يې وکړ چې دا مقدمه دې د لويې بنچ مخې ته وړاندې کړي.
نورخبرونه
آصف زرداري ویلي چې پیپلز ګوند د اتحادي حکومت برخه دي، باید مونږ سره هم مشوره وشي.