آصف زرداري ویلي چې پیپلز ګوند د اتحادي حکومت برخه دي، باید مونږ سره هم مشوره وشي.

0
154

باغی ټي وي رپورټ
پخواني ولسمشر اصف زرداري د پټروليم مصنوعاتو د بيعو پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د حکومت د ائتلافي ګوند پیپلز پارټۍ مشر اصف زرداري په خپله وینا کې وویل چې د پاکستان پیپلز پارټۍ د حکومت برخه ده او ورسره ده، د داسې پرېکړو په اړه باید مشوره وشي.

هغه وویل، موږ ټول په دې حکومت کې راغلي یو چې خلکو ته راحت ورکړو او خلکو ته راحت ورکول زموږ لومړیتوب دی.
اصف زرداري ویلي چې له وزیراعظم سره دی او ډېر زر به ورسره وویني چې پکې به د اقتصادي ټیم په اړه هم خبرې وشي.

دا خبره د یادونې ده چې حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د بدلون په مهال د پټرولو په بيغه کې شپږ روپۍ ٧٢ پيسې في ليټر زياتوالى راوستلې دې.

د خزانې وفاقي وزارت د پټروليم مصنوعاتو د نوو نرخونو نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔

د نوټيفيکيشن له مخې د 6 روپو 72 پيسې في ليټر زياتوالي وروستو د پټرولو نوې بيعه 233 روپۍ 91 پيسې في ليټر شوې ده.
نور خبرونه

د پاکستان اولس دې چمتو وسي، وزیرخزانه ویلي دي چې دوی به په راتلونکې کښې نور سختې پریکړې وکړي

Leave a reply