د جوزجان په بالامردان کلي کې اورلګېدنه لا هم روانه ده
د جوزجان په بالامردان کلي کې اورلګېدنه لا هم روانه ده
په همدې حال کې د جوزجان امنيتي مسوولين په بالامردان کلي کې د طبيعي اورلګېدنې دوام تاييدوي، خو وايي چې هڅه کوي نن له دغه کلي څخه د زيانمنو او بې ځايه شويو کورنيو شمېرې راټولې کړي.
(2022 / 8 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د جوزجان د کار او ټولنیزو چارو رئیس نورالله مسافیر چې د دغه ولایت د فیض اباد ولسوالۍ د بالامردان کلي اوسېدونکی دی، رسنیو ته ویلي چې په دغه کلي کې طبیعي اورلګېدنه له څه مودې راهیسې لا هم روانه ده.
د هغه په وينا، نن سهار په دې کلي کې د اور لګېدنې دوه پېښې ثبت شوې او له ٥٠ تر ٧٠ سلنه کورونه سوځېدلي دي.
هغه زیاتوي چې کورنۍ له دې کلي یو په بل پسې د جوزجان مرکز شبرغان ښار او بلخ ولایت ته کډه کوي.
د جوزجان د کار او ټولنيزو چارو رييس ټينګار کوي چې په دغه کلي کې پاتې شوې او اغېزمنې کورنۍ په بد حالت کې دي.
په همدې حال کې د جوزجان امنيتي مسوولين په بالامردان کلي کې د طبيعي اورلګېدنې دوام تاييدوي، خو وايي چې هڅه کوي نن له دغه کلي څخه د زيانمنو او بې ځايه شويو کورنيو شمېرې راټولې کړي.
اړوند موضوعات:
د جوزجان د فيض اباد ولسوالۍ “بالا مرديان” کلي په طبيعي اور لګېدنه کې سوځېدلى دى
رسنیو ته له بالامردان کلي څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې په تېرو دوو اوونیو کې د استوګنې ۱۱۴ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه سوځېدلي دي.