د جوزجان د فيض اباد ولسوالۍ “بالا مرديان” کلي په طبيعي اور لګېدنه کې سوځېدلى دى

د جوزجان د فيض اباد ولسوالۍ “بالا مرديان” کلي په طبيعي اور لګېدنه کې سوځېدلى دى
د جوزجان د کار او ټولنيزو چارو رييس زياتوي، چې ښځو او ماشومانو عجيبه څيزونه او مخلوقات ليدلي او يو شمېر ښځې او ماشومان د دغو مخلوقاتو له ليدلو وروسته ناروغ شوي او اوس په روغتون کې دي.
(2022 / 8 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د فیض اباد ولسوالۍ د “بالا مردیان” کلي په طبیعي اور لګېدنه کې سوځېدلی دی.
د جوزجان د امنیې قومندان سراج الدین احمدي رسنیو ته ویلي، چې په دې طبیعي اور لګېدنه کې تر اوسه د استوګنې ۵۰ کورونه سوځېدلي او دا اور د فیض اباد ولسوالۍ په بالا مردان کلي کې لا هم دوام لري.
د جوزجان د امنیه قومندان په وینا، د یاد شوي کلي اوسېدونکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

په همدې حال کې د جوزجان د کار او ټولنيزو چارو رييس نورالله مسافر چې د بالا مرديان د کلي اوسېدونکى دى، د دغه کلي وضعيت خراب بولي.
د هغه په وينا، د استوګنې کورونه يو په بل پسې سوځي.
اړوند موضوعات:
بنګلدیش کې د اورلګېدنې لۀ امله ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده
د جوزجان د کار او ټولنيزو چارو رييس زياتوي، چې ښځو او ماشومانو عجيبه څيزونه او مخلوقات ليدلي او يو شمېر ښځې او ماشومان د دغو مخلوقاتو له ليدلو وروسته ناروغ شوي او اوس په روغتون کې دي.





