د فوځ په ضد د بغاوت په مقدمه کښې نیول شوي د شهبازګل په ضد کورټ مارشل کیس چلولو په اړه غور روان دې

باغی ټي وي رپورټ
پوځي چارواکي له حکومت سره په تماس کې دي او غوښتنه کوي چې شهباز ګل دې پوځي ادارې ته وسپارل شي تر څو د هغه کورټ مارشل شي.
باخبره سرچينې وايي، له هغه څه وروسته چې شهباز ګل څو ورځې وړاندې ويلي وو، پوځي چارواکي پر دې انتخاب جدي غور کوي.
په فوځ کې بغاوت ته لمن وهل یو ډیر جدي جرم دی او په فوځي حلقو کې په دې خبره غور کیږي چې په داسې جرم کې ککړ کس د فوځ د قانون لاندې په فوځي محکمه کې محاکمه شي.
دغه سرچينې وايي، که دفاعي چارواکي دغه پرېکړه وکړي، نو د دفاع وزارت له لارې به له حکومت سره تماس ونيول شي تر څو شهباز ګل ونيول شي او د محاکمې کار پيل شي، خو وروستۍ پرېکړه به ملکي حکومت کوي
د فوځ د قانون لاندې د ملکي وګړو د محاکمه کولو مسله تل جنجالي وه او دا پوښتنې راپورته شوي چې ایا ملکي وګړي باید په نظامي محکمه کې محاکمه شي او که نه.
حقوقي چارو کارپوه وايي، د فوځ د قانون د (d) (1) 2 برخې لاندې په داسې قضیو کې ملکي وګړی محاکمه کیدی شي، خو د بشري حقونو او فوځي چارو لوړپوړی وکیل ډګروال انعام الرحیم وايي، فوځ په دې برخه کې لاس لري. په قانون کې د ملکي وګړو د نیولو او محاکمه کولو لپاره هیڅ شی نشته، یوازې هغه ملکي وګړي چې په عملیاتي سیمو کې دي محاکمه کیدی شي او هغه هم تر هغه حده چې دوی د پټ قانون، سیکرټ ایکټ قانون څخه سرغړونه کړې وي.
د جیو نیوز انصار عباس راپور مطابق، وکیل زیاته کړه چې د ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال احمد فراز او فرخنده بخاري د پوځي چارواکو له خوا نیول شوي وو، خو د لاهور هايي کورټ مداخله وکړه او دواړه ی خوشې شول.
نور خبرونه
د پي ټي آیی نور کارکوونکو هم د پاکستان فوځ په ضد بیانونو په خپرولو بخښنه غوښتې ده
پاکستان سپورټس بورډ لندن کښې د دو پاکستاني لوبغاړو په ورکیدو د سختې قانونی کاروایی پریکړه کړې ده






