پاکستان سپورټس بورډ لندن کښې د دو پاکستاني لوبغاړو په ورکیدو د سختې قانونی کاروایی پریکړه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سپورټس بورډ د بهر نه د لوبغاړو د ورکیدو په اړه د سخت ګام پورته کولو پریکړه کړې ده.
د کامن ویلته لوبو دوه سوک وهونکي او د نړیوال لامبو وهونکي سیالیو څخه یو لامبو وهونکی ورک شوي دي.
باکسر سلمان بلوچ او نذیرالله په کامن ویلتھ لوبو کې د سوک وهنې لوبې لپاره انګلستان ته تللي خو بیرته نه دي راستانه شوي، د څلور ځلي ملي اتل فیضان اکبر د لامبو وهلو لپاره هنګري ته تللی و، هغه هم بیرته نه دی راغلی.
په دې صورت کې د پاکستان سپورټس بورډ په اړوندو فیډریشنونو د جریمې په ګډون د بندیزونو لګولو غور پیل کړی دی.
نور خبرونه
پاکستاني لوبغاړي د وزن اوچتولو په سیالیو کښې د سرو زرو مډال وګټل