د افغانستان د ځوانانو فوټبال ملي لوبډله تاجکستان ته ولاړه

د افغانستان د ځوانانو فوټبال ملي لوبډله تاجکستان ته ولاړه

د افغانستان نولس کلنه لوبډله به په دغو سیالیو کې په ترتیب سره د قرغزستان، تاجکستان، ایران او ازبکستان له لوبډلو سره مخ شي.
د افغانستان لومړۍ لوبه به د جمعې پر ورځ د قرغزستان پر وړاندې ترسره شي.

 

(2022 / 8 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د ځوانانو ملي لوبډله د منځنۍ آسیا د ۱۹ کلنو په سیالیو کې د ګډون په موخه نن ماسپښین د سې شنبې پر ورځ له کابله روانه شوه.

د منځنۍ آسيا د نولس کلنو کم عمره فوتبال سيالۍ د افغانستان، تاجکستان، ايران، ازبکستان او قرغزستان په ګډون د اګست له پېنځمې نېټې تر ١٢ پورې د دوشنبې په مرکزي لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان نولس کلنه لوبډله به په دغو سیالیو کې په ترتیب سره د قرغزستان، تاجکستان، ایران او ازبکستان له لوبډلو سره مخ شي.
د افغانستان لومړۍ لوبه به د جمعې پر ورځ د قرغزستان پر وړاندې ترسره شي.