د کمال خان، شاوعروس او کجکي بندونو پاتې چارې بشپړېږي
د کمال خان، شاوعروس او کجکي بندونو پاتې چارې بشپړېږي
د هغه په وینا د کجکي بند دویمې برخې بشپړول د دې وزارت له سترو لاسته راوړونو څخه بلل کېږي. عمر دغه راز وویل، له ایران سره د ۱۳۵۱ اوبو تړون د ښه پلي کېدو په موخه یې له ایراني چارواکو سره دوه ځله ناستې تر سره کړې دي.
(2022 / 8 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې په هلمند کې د کجکي، په نیمروز کې د کمال خان او په کابل کې د شاوعروس بندودونو نیمګړې رغنیزې چارې بیا پیل شوې دي.
د اوبو چارو مرستیال مجیبالرحمن عمر د دې وزارت په یوې خبري ناسته کې وویل، چې په پکتیا کې د لسو سترو او کوچنیو بندونه سروې پیل شوې ده. نوموړي وویل په زابل کې به د توري بند رغنیزې چار هم پیل شي.