پاکستاني لوبغاړي د وزن اوچتولو په سیالیو کښې د سرو زرو مډال وګټل

باغي ټي وي رپورټ
نوح بټ چې په برمنګهم کې په روانو کامن ویلتھ ګیمز کې د سرو زرو مډال ګټلی دې، هغه نه یوازې د پاکستان ولس ویاړ دې بلکې په خپل کارکردګي یې د پاکستان اولس زړونه هم ګټلي دي.
نوح بټ د کامن ویلتھ لوبو په ۱۰۹ پلس وزن پورته کولو کیټګرۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه.
د وزن پورته کولو ملي لوبغاړي ته د پاکستان ولسمشر، د پاکستان لومړي وزیر، د پنجاب ایالت اعلی وزیر د ژوند له ټولو برخو څخه ستاینلیکونه ورکول کیږي.
نوح بټ هم په سوشل میډیا یو پیغام خپور کړی چې پکې د الله شکر ادا کړی او ویلي یې دي چې نن زما د ژوند تر ټولو خوشحاله ورځ ده.
د وزن پورته کولو ملي لوبغاړي زیاته کړې چې نن زه په دې ویاړم چې زه پاکستانی یم او د پاکستان ویاړ مې جوړ کړی، دا ټول زما د مور او پلار، ملګرو او ټولو پاکستانیانو د دعاګانو پایله ده، نوح خپل پیغام د پاکستان زنده باد سره ملي بیرغ او د زړه ایموجي په لګولو سره پای ته ورساوه.





