د پي ټي آیی نور کارکوونکو هم د پاکستان فوځ په ضد بیانونو په خپرولو بخښنه غوښتې ده

0
227

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف نورو کارکوونکو چې د فوځ په ضد ی څرګندونی او پروپیګنډې کړې وې، بخښنه وغوښته.

د پي ټي آئي زياتو کارکنانو دريځ خپل کړو چې دوي په غلطۍ سره دفپوځ ضد پوسټ شريک کړے دے۔د پي ټي آئي نور ناراضه کارکنانو هم وعده وکړه چې په راتلونکي کښې به د ملک د ادارو سپکاوې نه کوي.

ياده دې وي چې تر دې وړاندې د پي ټي آئي يو بل کارکونکي هم د فوځ ضد بيان ورکولو پس بخښنه غوښتې وه.
محمد شبیر وايي، چې په یوه جدي تېروتنه پوه شوم، که زما خبرې د چا زړه ته زیان رسولی وي، نو بخښنه غواړم، په راتلونکي کې به داسې تېروتنه ونه کړم.

تر دې وړاندې هم د پي ټي آئي دوه کارکنانو د فوځ په ضد کمپاین کې د لاس لرلو اعتراف کړی وو او د پاکستانی اولس او د پاکستان فوځ څخه ی بخښنه یې غوښتې وه.
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د فوځ پر ضد په کمپاين کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي) د بشپړ ګډون بل شاهد هم مخې ته راغلی وو.

د پي ټي ائي يو فعال پرويز غلام رسول چې د فوځ په ضد يې ټويټ کړي وو، په تېروتنه پوه شو او د اولس څخه ی بخښنه اوغوښته.

په يو ويډيويي بيان کې د پي ټي ائي فعال پرويز غلام وويل عمران خان او د پي ټي آئي ميډيا سيل په منظمه توګه ځوانان د فوځ خلاف هڅوي.

ده ووئيل چې هغه د عمران خان له ويناو او د ميډيا سيل له رجحاناتو متاثره شوے وو، پي ټي آئي د ميډيا سيل رجحانات ی وليدل او د فوځ او سرلښكر په ضد يې پوسټونه وكړل او وس په دې ناوړه کار د قام څخه معافي غواړم.
نور خبرونه

ًرحیم الله حقاني چې د افغانستان د مدرسو مدیر وو او د نجونو د زده کړو ملاتړې وو، نن په کابل کښې په یو ځانمرګي برید کښې اووژل شو

پوهنې وزارت: ترکیه کابل کې د یتیمو ماشومانو د روزنې لپاره یو کمپلېکس جوړوي 

لنډیکوتل کښې د سخت باران له امله کوټه راغورځیدلې ، دوه ماشومانې جونه مړې شوي دي

……………………..

Leave a reply