ًرحیم الله حقاني چې د افغانستان د مدرسو مدیر وو او د نجونو د زده کړو ملاتړې وو، نن په کابل کښې په یو ځانمرګي برید کښې اووژل شو

0
57

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې په یوه مدرسه کې ځانمرګی برید شوی، چې په پایله کې یې د افغانستان د اسلامي مدرسو مدیر رحیم الله حقاني وژل شوی دی.

افغان چارواکو تایید کړې، چې د افغانستان د مدرسو مدیر شیخ رحیم الله حقاني په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

د برتانوي خبري اژانس (رویټرز) د راپور له مخې، رحیم الله حقاني په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لوی ملاتړی و.

د طالبانو یوه چارواکي له رویټرز سره په خبرو کې تایید کړه چې رحیم الله حقاني د کابل په یوه مدرسه کې په ځانمرګي برید کې په نښه شوی دی.

دوی وايي، بریدګر چاودېدونکي توکي په خپل پلاستیکي مصنوعي پښه کې پټ کړي وو.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د برید تر شا د داعش وسله والې ډلې لاس دی او که کومه بله ډله. شیخ رحیم الله حقاني د طالبانو د حکومت ملاتړی او د داعش ترهګرې ډلې منتقد او مخالف وو.
د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د رحیم الله حقاني په ګډون ګڼ شمېر مهم کسان په بریدونو کې وژل شوي دي.

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي چې دا زموږ لپاره لوی تاوان دی، موږ په دې اړه څېړنه کوو چې د دې برید تر شا څوک دي.

باید یادونه وشي چې رحیم الله حقاني د افغانستان له حقاني شبکې سره تړاو نه درلود. هغه پخوا هم د نجونو د تعلیم په حق کې فتوا صادره کړې وه.
د بي بي سي په وینا پر شیخ حقاني پخوا هم دوه وژونکي بریدونه شوي چې په کې خوندي و. پر دوی وروستی برید په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان په پېښور ښار کې پر یوې مدرسې وشو، چې شاوخوا ۷ کسان په کې ووژل شول او داعش یې پړه پر غاړه اخستې وه.
نور خبرونه

کابل؛ رحیم الله حقاني د یوې چاودنې لۀ امله خپله مدرسه کې وژل شوی دی   

 یک عالم دین و عضو ارشد ا.ا در انفجاری در کابل کشته شد

 ا.ا به وعده های خود عمل نکرده است

 د ایران–افغانستان پر پوله یو ځل بیا د ایراني او افغان پوله ساتو تر منځ نښته رامنځته شوې ده

Leave a reply