کابل؛ رحیم الله حقاني د یوې چاودنې لۀ امله خپله مدرسه کې وژل شوی دی

کابل؛ رحیم الله حقاني د یوې چاودنې لۀ امله خپله مدرسه کې وژل شوی دی
تراوسه روښانه ده چې په دې چاودنه کې څومره نور کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
ویل کېږي چې دا برید د یوه ځانمرګي بریدګر له لوري شوی دی. تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
(2022 / 8 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا غړی او دیني عالم رحیمالله حقاني په خپله مدرسه کې د شوې چاودنې له امله وژل شوی دی.
سرچینې ویلي چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د کابل په ششدرک سیمه کې د وژل شوي دیني عالم په مدرسه کې رامنځته شوې ده.
د ا.ا یوشمېر لوړپوړو چارواکو د پېښې د ویډیو او تصویرونو په خپرولو سره د رحیمالله حقاني وژنه تایید کړې ده.
تراوسه روښانه ده چې په دې چاودنه کې څومره نور کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
ویل کېږي چې دا برید د یوه ځانمرګي بریدګر له لوري شوی دی. تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې ده چې پۀ دې وروستیو کې د کابل پۀ ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونو کې هدفي وژنو یو ځل بیا زور اخستی، دغو وژنو د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي.






