د ایران–افغانستان پر پوله یو ځل بیا د ایراني او افغان پوله ساتو تر منځ نښته رامنځته شوې ده

0
96

د ایران–افغانستان پر پوله یو ځل بیا د ایراني او افغان پوله ساتو تر منځ نښته رامنځته شوې ده

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت څو ځلي د سرحدي ستونزو د حل غوښتنه کړې وه او لۀ افغان لوري یې غوښتي ؤ چې د سرحدي سیمو د ستونزو د لۀ منځه وړلو لپاره یو ګډه کمېټه رامنځته کړي؛ خو تر اوسه هم دا ستونزه نده حل شوې.

(2022 / 8 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د تایباد په ولسوالۍ کښې د ایران د پوله ساتو او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمینځ په نښته کښې یو ایرانی عسکر وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

د دغه خبري آژانس په رپوټ کې راغلي دي چې د ط البانو سرحدي ځواکونو په دغه سيمه کې د هشتدان سرحدي شرکت د ګزمې په موټر بريد وکړ او د دغې نښتې سبب شو.

د ا.ا واک ته تر رسېدو وروسته دا څویم ځل دی چې د ایراني او افغان لوري تر منځ د نښتو خبرونه ورکول کيږي چې دغو نښتو کې مرګ ژوبلې هم رامنځته شوي دي.

اړوند موضوعات: 

ایران وايي افغان لوری دې د ایراني عسکر وژونکی محاکمه کړي

Leave a reply