ایران وايي افغان لوری دې د ایراني عسکر وژونکی محاکمه کړي
ایران وايي افغان لوری دې د ایراني عسکر وژونکی محاکمه کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې افغان لوری دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د دوام لپاره هڅه وکړي او په خبره یې د ایراني عسکر وژونکی دې محاکمه کړي.
(2022 / 7 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وايي افغان لوری دې د ایراني عسکر وژونکی محاکمه کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له افغان خاورې تېره ورځ د دوی پر یوه سرتېري ډزې شوې او وژل شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې افغان لوری دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د دوام لپاره هڅه وکړي او په خبره یې د ایراني عسکر وژونکی دې محاکمه کړي.
نوموړي له ایراني کورنۍ سره په دې اړه خواخوږي څرګنده کړې او په وینا یې د پېښې په اړه به نور جزیات تر پلټنو وروسته روښانه شي.
راپورونه وایي چې تېره ورځ له افغان خاورې پر ایراني عسکر ډزې شوې او وژل شوی دی، افغان امنیتي ادارو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.