لنډیکوتل کښې د سخت باران له امله کوټه راغورځیدلې ، دوه ماشومانې جونه مړې شوي دي

0
172

باغی ټي وي رپورټ

د لنډیکوتل تحصیل په لرې پرته سیمه بازار ذخه خیل کښې نن یوه بده پیښه شوې ده.
د سخت باران له امله د یو ځایی تن کور کچه کوټه راپریوتلې ده چې په پایله کښې ی دوه تنکې جونه مړې شوي دي او درې نور کسان سخت ژوبل شوي دي.
په ژوبل شوو کسانو کښې د دو مړه شوو جونو پلار هم شامل دي .
د ځایی سرچینو مطابق د بازار ذخه خیلو قطر ګل د کور کوټه نن د باران له وجهې راپریوته، د سرچینو مطابق په دې بده پیښه کښې د قطر ګل دو لورانو ژوند له لاسه ورکړې دې او درې نور بچي ی هم ژوبل شوي دي.
قطر ګل په خپله هم ټپي شوي دي، ځایی خلق وایی چې اغیزمن شوې تن ډیر غریب دې او حکومتي چارواکي دې ورسره پوره پوره مالي مرسته وکړي.
نور خبرونه

پاکستان سپورټس بورډ لندن کښې د دو پاکستاني لوبغاړو په ورکیدو د سختې قانونی کاروایی پریکړه کړې ده

Leave a reply