پوهنې وزارت: ترکیه کابل کې د یتیمو ماشومانو د روزنې لپاره یو کمپلېکس جوړوي 

0
122

پوهنې وزارت: ترکیه کابل کې د یتیمو ماشومانو د روزنې لپاره یو کمپلېکس جوړوي 

دغه وزارت زياتوي، په دې کتنه کې یعوذ ويلي، چې بنسټ یې هوډ لري، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د یو تعلیمي کمپلیکس جوړ کړي، چې د ځینو اداري مرحلو له بشپړېدلو وروسته به ورباندې عملا کار پيل شي.

 

(2022 / 8 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پوهنې وزارت وایي، چې ترکیه په کابل کې دیتیمانو د ښوونې او روزنې لپاره یو کمپلېکس جوړوي.

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د ترکیې د نړیوال خیریه بنسټ له مرستیال یعوذ، د یاد بنسټ د دیپلوماسي څانګې مسئول عبدالله او د افغانستان لپاره د یاد بنسټ مسئول ښاغلي جنید سره کتلي.

دغه وزارت زياتوي، په دې کتنه کې یعوذ ويلي، چې بنسټ یې هوډ لري، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د یو تعلیمي کمپلیکس جوړ کړي، چې د ځینو اداري مرحلو له بشپړېدلو وروسته به ورباندې عملا کار پيل شي.

د یعوذ په خبره، د هیواد له څلور زره ثبت شویو یتیمو ماشومانو سره هره میاشت ځانګړې مقدار مالي مرسته کوي.

دا پۀ داسې حال کې ده چې د ا.ا لۀ واکمنېدو د یو کال پۀ تېرېدو لا هم د نجنو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي چې ط الب چارواکو یې څو ځلي د خلاصون دروغحنې ژمنې کړې دي.

 

Leave a reply