د پي ټي آیی په اړه په امریکا کښې د لابنګ لپاره د یو شرکت څخه د خدمتونو اخستلو په اړه د معاهده کولو انکشاف شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
څرګنده شوې ده چې پي ټي آئي په امريکه کښې يو لابينګ فرم سره اړیکه نیولې او لابنګ لپاره ی ددې شرکت خدمتونو اخستلو لپاره معاهده هم شوې ده.
د جيو نيوز له مخې، پي ټي آئي د لابينګ فرم فينټن اورلاک د 6 مياشتو لپاره د مياشتې 25 زره ډالرو لپاره کرايه کړې او د معاهدې له مخې به دغه شرکت پي ټي آئي ته د عامه اړيکو خدمات وړاندې کوي.
د دې نه علاوه به دغه کمپنۍ مقالې خپروي، د پي ټي آئي استازو او پلويانو سره به د ټي وي مرکې ترتيبوي.
وفاقي وزير احسن اقبال د پي ټي آئي او لابينګ كمپنۍ ترمينځه د معاهدې تفصيلات څرګند كړل۔
احسن اقبال په ټويټر د تفصيلاتو د جاري کولو په مهال په پي ټي آئي نيوکه کړې ده.
وفاقي وزير وويل شرم تاسو ته نۀ راځي، عمران خان په ولس کې دامريکا په ضد سازشي نظريه جوړه کړې ده دلته د امریکا د سازش خبرې کوي، ددې عمران خان څومره مخونه دي.
احسن اقبال ویلي، عمران خان لومړی سفیر ولېږه او بیا یې پخپله سفیر راوغوښت. کمپیوټر مو هم ګډوډ او خفه کړې دې.






