په لنډو ټکو کې د دبۍ ښکلی ښار وپېژنئ
دبۍ تقريبا د نړۍ ترټولو پرمختللی سوداګريز او سياحتي ښار بلل کېږي، دبۍ د متحده عربي اماراتو يو ښار دی چې د خليج فارس او سعودي هېواد ته څېرمه پروت دی چي، ښکلی او زړه راښکونکی ښار د متحده عربي اماراتو ترټولو لوی ښار بلل کېږي.
د دې ښکلي ښار هوا ډېره ګرمه او وچه ده. په اوسط ډول د ورځې لخوا يې هوا ۴۰ درجې سانټي ګراده او په شپه کې ۳۰ درجه سانټي ګراده وي، همدارنګه دا ښار د کال په اوږدو کې ډېری وخت لمريز وي.
د دبۍ ښار رسمي ژبه عربي ده، خو انګليسي هم پکې په پراخه توګه چلښت لري او ډېر شمېر مېشت ښاريان په دې ژبه ګړېږي.
په ۲۰۰۹ کال کې د دې ښار د وګړو شمېر دوه ميلونو ته رسېده چې په عموم ډول د نړۍ د مختلفو سيمو وګړي پکې په سوادګريزو برخو کې بوخت دي.
په دبۍ کې د اسلام سپېڅلي دين سربېره، تقريبا د پام وړ شمېر وګړي يې مسيحي، بودايي، هندوان، سېکان او بهاييان دي.
دا ښار د نړۍ د مختلفو معماري سبکونو درلودونکی دی، خو کولی شو چې د اسلامي سبک معماري پکې هم ومومو. د دبۍ خليفه ټاور يا برج د ۸۲۸ مترو په په اوږدوالي سره د نړۍ ترټولو لوړ برج دی، چې د دې ښار ښکلا يې لاپسې ډېره کړې ده. همدارنګه د دبۍ ښار يوه بله ځانګړنه دا ده چې د ډېر شمېر مصنوعي ټاپوګانو او نخلي يا خرمايي جزيرو درلودونکی دی.
د (خرما) جزيرې هغه درې Archipelago مجمع الجزايره دي چې د انسانانو په لاسونو جوړ شوي دي او د خليج فارس په اوبو کې موقيعت لري. دا درې جزيرې د خرما ونو ته ورته دي چې د : ( د جميرا خرما )، ( د ديره خرما ) او ( د جبل علي خرما ) په نومونو يادېږي. له دې ټاپوګانو څخه په مختلفو برخو کې ګټه اخېستل کېږي. لکه: تفرېح، سکونت او سوداګري.
د دبۍ ښار د ۱۴۹ اسمان څکو لوړپوړيزو ودانيو په درلودو سره، د لوړپوړيزو ودانيو له اړخه په نړۍ کې درېيم ښار بلل کېږي.
د دبۍ ښار اصلي عايد د جبل علي خپلواکې سيمې، د سياحت او سوداګرۍ نه لاس ته راځي.
دا ښار د ( منځنۍ اسيا د خرڅلاو يا پلورځي په پلازمېنې ) مشهور دی او په يوازې توګه يې په خپل زړه کې د خرڅلاو ۷۰ لويو مرکزونو ته ځای ورکړی دی. له دې لويو مرکزونو څخه يو يې هم (دبۍ مال ) دی، چې د نړۍ ترټولو لوی سوداګريز مرکز بلل کېږي.
هرکال د جون په مياشت کې په دبۍ کې يو فسټيوال جوړېږي چې د پېرودلو په نامه مشهور دی. په دې فسټيوال کې هنري، فرهنګي او ډول ډول نندارتونونه جوړېږي چې د نړۍ ګوټ ګوټ څخه يې ليدلو ته خلک راځي.
په دبۍ کې ډېر شمېر پارکونه هم شتون لري چې ترټولو غوره او زړه راښکونکي پارکونه يې: (وايلډ وډي )، ( ليچر لانډ)، ( اکواونچر ) او ( التلانتيس ) دي.
دبۍ مال، د نړۍ ترټولو مشهور او لوی سوداګريز مرکز دی چې د دبۍ ښکلي ښار ورته په خپل زړه کې ځای ورکړی دی. همدارنګه، د ( ابن بطوطه )، ( امارات مال )، (ميرډف ) هم د دبۍ د مشهورو سوداګريزو مرکزونو څخه شمېرل کېږي.
د دبۍ يو شمېر مشهوره ښارونه په لاندې ډول دي: مرشد، نايف، سبخه، تخته، تيس، ريف مال… .
په پای کې باید وويل شي، که تاسو هوډ لرئ چې يوازې د پېرودلو يا شاپنګ په موخه د نړۍ يوې سيمې ته سفر وکړئ؛ نو بايد د دبۍ زړه راښکونکي ښار ته لومړيتوب ورکړئ، ځکه دې ښار ته په ورتګ سره به نه يواځې دا چې د خپلې خوښې توکي پيدا کړی شئ، بلکې د تفرېح او سياحت لپاره هم ترټولو مناسب ځای دی.
ژباړه: محمد عزيز پردېس
سرچينه: Wiki