د دبۍ خلیفه برج جالب اړخونه

0
35

د دبۍ د خليفه برج دمګړی په ټوله نړۍ کې ترټولو لوړپوړيزه او اسمان څکه ودانۍ ده چې نوم يې د ګېنس د ريکارډونو په کتاب کې ثبت شوی دی.

د نوموړې زړه راښکونکې ودانۍ کار د ۶ کلونو په ترڅ کې بشپړ شو.

ډنمارکيان د نړۍ ترټولو خوشحاله خلک

د نړۍ ترټولو لوړه ودانۍ

د برج سوداګريزې ادارې او مسکوني واحدونو لوړوالی ۵۸۴ متره دی او دا د برج انتن دی چې د هغه لوړوالی يې ۸۲۸ مترو ته رسولی دی. د اېفل برج د نوموړي برج ۱/۳ برخه جوړوي او د خليفه ټاور دمګړی د نړۍ په کچه ترټولو لوړه ودانۍ ده.

که کله دبۍ ته لاړئ، نو حتما هڅه وکړئ چې د دې ښکلې ودانۍ نه ليدنه وکړئ.

 

د خليفه ټاور پوړونه، هوټلونه او پارکنګونه

د ځمکې لاندې يې يوازې يو پوړ دی، خپله برج ۱۶۳ پوړه لري او د ۵۸ عددو لفټونو درلودونکی دی.

د اپارتمانونو شمېر يې ۹۰۰، پارکېنګونه يې ۲۹۵۷ دي او ۳۰۴ هوټلونه پکې شتون لري.

 

د خليفه ټاور مساحت

هغه فضا چې نوموړې ودانۍ پکې جوړه شوې ده، ۳۰۹۴۷۳ متره مساحت لري.

 

د خليفه برج ډيزاينر او طراح

د نوموړې ودانۍ د جوړولو مسوليت د سکيډمور شرکت د انجينيرانو پر غاړه و، چې يو امريکايي شرکت دی.

په لڼډو ټکو کې د چین لوی دېوال په هکله جالب مالومات

د خليفه برج د جوړلو کلونه

د نوموړي برج د جوړولو کار په ۲۰۰۴ کې پيل او په ۲۰۱۰ کال کې پای ته ورسېد او پرانېستل شو. په لومړيو کې تمه وه چې نوم يې د دبۍ ټاور وي خو وروسته بيا پرېکړه وشوه چې نوم يې د خليفه ټاور شي.

 

د خليفه ټاور د جوړولو کارکوونکي

د نوموړي برج د جوړولو پر مهال به هره ورځ ۱۲۰۰ کارکوونکي په کار بوخت وه.

 

د خليفه ټاور د ښيښو نظافت

د خليفه برج د ښيښو د پاکولو لپاره له ۳۶ کسانو څخه ګټه اخېستل کېږي، چې د ۱۲ لفټونو په مرسته دا کړنه ترسره کوي.

 

د خليفه برج د ډيزاين فکر او ايډيه

د نوموړي زړه راښکونکي ټاور د ډيزاين الهام له هايمنوکاليس ګلي څخه اخېستل شوی دی.

 

ژباړه: محمد عزيز پردېس

Leave a reply