ډنمارکيان د نړۍ ترټولو خوشحاله خلک
د ډنمارک پلازمېنه کوپنهاګن، د ډېسمبر په مياشت کې يخ، تياره او مرطوبه وي. خو ډنمارک وګړي د دويم ځل لپاره په برلپسې ډول د نړۍ ترټولو خوښ خلک وپېژندل شوه. د ملګرو ملتونو د يو راپور له مخې چې د ۱۵۶ خوشحاله هېوادونو په اړه ترسره شوی دی، ډنمارک لومړی مقام اخېستی او سويډن، هالنډ، سويس او ناروې په ترتيب سره د دويم نه تر پنځو مقامونو کې راغلي دي. په ډنمارک کې د خوښۍ او نېکمرغۍ مسئلې ته ډېر په غور کتل کېږي او په دې وروستيو کې هلته د خوښۍ په برخه کې يوې څېړنيزې موسسې هم په کار پيل وکړ.
د خوښۍ د څېړنيزې موسسې مدير، ميک ويکينګ وايي: ( د ډنمارکيانو په منځ کې د اعتماد فضا ډېره لوړه ده او دا اعتماد يوازې د کورنۍ په غړو او ملګرو نه دی، بلکې په ناپېژندو او بېګانه و اعتماد هم په همدې برخه کې راځي. امنيت او خونديتوب بيا بل لامل دی. که بېکاره شو، نو مرسته ترلاسه کوو او که ناروغه شو کولی شو چې روغتون ته ولاړ شو، درېيم لامل هم شتمني ده چې زمونږ د خوښۍ او نېکمرغۍ لامل ګڼل کېږي. د پيسو نشتون په يو ډول بدمرغي منځ ته راوړي، نو په همدې اساس دا هم مهم لامل شمېرل کېږي. ډنمارک د نړۍ شتمن هېواد نه دی، خو په هر صورت؛ زمونږ وضيعت ښه دی ).
بيارن نيګارډ، د فوټبال لوبډلې روزونکی دی، حتی که د هغه لوبډله د اتلولۍ ټورنمنټ ته هم لاره ونه مومي، نو هغه ته هېڅ مهمه نه ده. د هغه اوه کلنه لور هم په لوبډله کې لوبېږي. هغه وايي: ( دا ځای زمونږ لپاره مناسب دی او دلته هرڅه مونږ ته وړيا دي. زه مجبور نه يم د دې کار د ترسره کولو لپاره پيسې مصرف کړم. ښاروالۍ دا ځای جوړ کړی، ترڅو ټول ترې ګټه پورته کړي او خوند ترې واخلي. که د دې ماشومانو څخه يو يې هم په زمکه وغورځي يا هم ټپي شي او روغتون ته ولېږدول شي؛ نو درملنه وړيا ده. دا سمه ده چې مونږ ډېر ماليات ورکوو، خو په مقابل کې په کافي اندازه اسانتياوې هم شته. په ټوليز ډول، له دې وضيعت څخه مونږ راضي يوو او په رښتيا سره چې دلته امنيت شتون لري ).
همدا امنيت او سوکالي ده چې د نېکمرغۍ لامل ګرځي. دا هغه لامل دی چې نه يوازې ډنمارک، بلکې نور هېوادونه يې هم د خوښۍ لېست په لومړيو ليکو کې راوستي دي. هغه هېوادونه چې د دې جدول په لومړيو ليکو کې دي، هلته کاري اونۍ لنډه او په اوسط ډول کلنی عايد لوړ دی. خو د دې هېوادونو اوسېدونکي ترټولو ډېره ماليه هم ورکوي؛ په ځانګړي ډول، په سويډن او ډنمارک کې. د خوشحالۍ يو بل لامل بوختيا او مشغولتيا بلل کېږي. په دې هېوادونو کې د بېکارۍ کچه ډېره ټيټه ده.
که څه هم د بيارن او د هغې مېرمن نانا، لپاره په بشپړ ډول نيمکرغي نشته، خو هغوی له خپل ژوندانه راضي دي. هغوی په همدې رضايت لري چې دواړه بوخت دي او دندې لري، رخصتۍ لري او داسې احساس کوي چې برابري، د ټاکلو ازادي، د دولت له لومړيتوبونو څخه دي.
نيګارډ روزنفلټ، چې علمي مشاوره ده، وايي: ( مونږ هره ورځ د خوښۍ احساس نه کوو، خو کله چې په دې فکر کوو، هغه عوامل چې د هېوادونو ارزښمنتوب کې ترې ګټه اخېستل کېږي؛ په دې باوري کېږو چې دلته د کورنۍ د جوړولو او د کار پيدا کولو اسانتياوې ډېرې دي. د ماشومانو لپاره زده کړې په بشپړ ډول وړيا دي. همدارنګه د سياسي نظام کړنې سمې دي او دلته فساد نشته. کله چې د ايټاليوي ملګرو سره مې خبرې کوم، هغوی د خپلو سياستمدارنو د ژوند په اړه ماته وايي: هغوی هر څه کوي ترڅو ماليې تحويل نه کړي او بيا دا هيله هم لري چې خلک دې ترې ملاتړ وکړي. په همدې اساس زه خوشحاله يم، ځکه دلته سيستم پاک دی ).
په دې هېوادونو کې د نېستمن او شتمن ترمنځ ډېر کم واټن پروت دی. د سکاټلنډ هېواد تل د هغو هېوادونو په لومړي کتار کې راغلی، چې هلته د غريب او شتمن ترمنځ واټن ډېر کم دی او يا هم په چورلټ ډول نشته.
پيټر ګونډلاک، د کپنهاګن پوهنتون ټولنپوه وايي: ( په ډنمارک کې د بريټانيا سفير يو کتاب خپور کړی، چې په هغه کې د ډنمارکي قبيلې څخه خبرې کوي. هغه وايي، ډنمارک تقريبا د يو ټبر يا قبيلې په څېر دی، کوچنی دی، پخپلو کې يو او بل پېژني او داسې نور… ).
داسې يوې قبيلې يا ټبر ته ننوتل هم اسانه کار نه دی. ناټاليا د اکوادور دی، هغه وروسته له دې چې د ټامي سره يې واده وکړ؛ نو ډنمارک ته راغی. په ډنمارک کې د هغه د پاتې کېدو لپاره ډېر شرايط و، چې يو يې هم داسې و، چې ټامي بايد د خپلو وروستيو درې کلونو مالي خپلواکي ثابته کړي. همدارنګه هغوی بايد دا هم ثابت کړي وی چې ډېری خپلوان يې د اکوادور په پرتله ډنمارکيان وي. ترټولو ستونزمنه دا وه چې دې جوړې بايد خپل شخصي ژوند څرګند کړی وی، ترڅو د دوی ګډ ژوند د دروغو نه وي.
ناټاليا کيرولا، اکوادوري مهاجر ټامي ته په خطاب کې داسې وويل: ( مخکې له دې چې دې ما سره پېژندګلوي وشي، په دې نپوهېدې چې دلته د مهاجرو لپاره داسې ستونزمن قوانين غوره شوي. ما چې کله هم خپلو ملګرو ته د نمارک د دې ستونزمنو قوانينو په اړه ويلي دي، نو هغوی حيرانه شوي دي او ويلي يې دي، چې ډنمارک بايد ولې داسې چلند ولري؟ ).
ډنمارک د اروپايي هېوادونو څخه يو هغه هېواد دی چې کډوالو لپاره ترټولو سخت قوانين لري. په همذې اساس تل په ډنمارک باندې توندې نيوکې هم شوې دي او حتی کله ناکله په بېګانه ستيزۍ هم تورن شوی.
ټولنيز برابروالی، لوړ ماليات او امنيت هغه څه دي چې ډنمارک يې پيروي کوي. په هرصورت هر هېواد د خپلې خوښۍ لپاره ځانګړي معيارونه لري.
ژباړه: محمد عزيز پردېس