د سندهـ گورنر د اختر نه پس په سرجاني ټاؤن کې د قبضې مافیا خلاف د عملیاتو اعلان کړی

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: د سندهـ گورنر د اختر نه پس په سرجاني ټاؤن کې د قبضې مافیا خلاف د عملیاتو اعلان کړی دی.
د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري د ۱۲مې سحري ادا کولو لپاره د کراچۍ سرجاني ټاؤن سیمې ته رسیدلی چرته چې په ګڼ شمیر خلکو د هغه په لیدو خوښي څرګنده کړې ده.
په همدې حال کې کامران تیسوري له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، چې قبضه مافیا ته یې اخطار ورکوم، چې خپل بسترونه جوړ کړي، له اختر وروسته به په سرجاني ټاون کې د قبضې مافیا پر ضد بشپړ عملیات وشي، چې زه به یې تر خپل څار لاندې ترسره کړم. به
له دې وړاندې د کامران ټیسوري لخوا اعلان شوی و چې د چاند رات په ورځ به د سنده په ګورنر هاؤس کې د ښځو لپاره د وړیا مهندي اپلیکیشن بندوبست کیږي.
اوس په دې اړه هغه وويل چې ځينې خلک د ښځو لپاره د وړيا مهندي پر لګولو اعتراض لري، د اعتراض کوونکو خبرې واورئ، ښځو ته به بنګړي هم ورکول کېږي.
د سندهـ والي وويل په ګورنر هاؤس کې په عامه افطار کې زه پخپله د خلکو لپاره پکوړي پخوم، نيوکه کوونکي په هيڅ صورت خوشاله نه شي.






