د پنجاب او اسلام اباد پولیسو د عمران خان او د تحریک انصاف نورو مشرانو او فعالانو په ضد د ۱۲۷ مقدمو فهرست لاهور هائي کورټ ته سپارلی دی
باغي ټی وی رپورټ
د پنجاب او اسلام اباد پولیسو د عمران خان او د تحریک انصاف نورو مشرانو او فعالانو په ضد د ۱۲۷ مقدمو فهرست لاهور هائي کورټ ته سپارلی دی.
د لاهور هائي کورټ جسټس طارق سليم شيخ د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د درخواست اورېدنه وکړه چې پکې د پنجاب حکومت د کيسونو تفصيل د حلف نامې سره عدالت ته وړاندې کړل.
کله چې فواد چوهدري له دولتي څارنوال څخه د حلف په اړه پوښتنه وکړه، نو قاضي په خوله خوله ورکړه او ویې ویل چې دا پوښتنه کول د محکمې حق دی، ستاسو نه.
د اورېدنې په مهال د وفاقي حکومت وکيل د 43 مقدمو فهرست وړاندې کړو او د پنجاب حکومت وکيل د 84 مقدمو فهرست وړاندې کړو چې پکې د عمران خان په ضد 6 مقدمې پنجاب او 28 مقدمې په اسلام اباد کې درج شوي دي.
د وفاقي حکومت وکيل وويل د درخواست کوونکي په ضد ايف آئي اے هم مقدمه لري، په دې اړه فواد چوهدري وويل فکر کوم سل مقدمې دي خو پيړۍ تيره شوه.
د اوريدنې په مهال د نيب وکيل د تفصيلاتو لپاره وخت وغوښته نو عدالت اينټي کرپشن او نيب ته د جمعې تر ورځې پورې د رپورټ جمع کولو هدايت ورکړو۔
عدالت وئيلي دي چې دپوليسو ريکارډ مخې ته راغلى دى نو ددغه کيسونو تر حده دډسپليني کارروايۍ دمخنيوي حکم ختم کړل شوى دى خو تر هغې به اينټي کرپشن اؤ نيب تر هغې پورې انضباطي کاروائي نۀ کوي چې تفصيلات نۀ وي ورکړل شوي.