کابل کې د يوناما مشر: د نجونو پرمخ دې ښوونځي پرانېستل شي

0
52

په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ځانګړی استازی او د يوناما چارسمبالی مارکس پوتزل په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان ا.ا له مشرانو غوښتي چې د نجونو پرمخ دې د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

نوموړي دغه څرګندونې ننګرهار ولايت د خپل رسمي سفر په ترڅ کې کړي دي.

ښاغلي پوتزل د ننګرهار والي او يو شمېرو نورو چارواکو سره له ليدنو وروسته په يوه خبري کنفرانس کې په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې له لوري د مرستو په دوام ټينګار کړی او ويلي يې دي چې د ا.ا.ا چارواکي بايد له شپږمو ټولګيو څخه پورته د افغان نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

د يوناما مشر ويلي، نړيوالې ټولنې ته د افغان نجونو د زده کړو موضوع مهمه ده او پکار ده چې ژر تر ژر د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي.

په ورته وخت کې نوموړي د افغانستان ا.ا پر مشرانو غږ کړی چې پراختيايي برخو باندې خپله پاملرنه ډېره کړي.

پوتزل داسې مهال د افغان نجونو پرمخ د ښوونځيو د دروازو د پرانيستو غوښتنه کوي، چې ښوونځيو ته له شپږمو ټولګيو څخه پورته د افغان نجونو له نه تګ څخه څه باندې ۳۰۰ ورځې تېرېږي.

Leave a reply